د عبدالله عبدالله سفر به د سولي په پروسه څومره اغيز وکړي
خبريال ويبپاڼه /نن دوشنبه سپيدار ماڼۍ اعلان وکړ چې د روغي جوړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه د پاکستان په سفر روان شو.
له سپيدار ماڼي څخه په خپره شوي خبرپاخبرپاڼه کې ويل شوي چې((د دې لیدنې په جریان کې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره په افغانستان کې د تلپاتې ، وقار او عادلانه سولې د تعقیب په اړه بحث او خبرې وکړي.
د دې سفر په جریان کې به ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ډاکټر عارف علوي ، لومړی وزير عمران خان ،د ولسي جرګي له مشر اسد قیصر ، ، د پاکستان د مشرانو جرګې سره وګوري.
ښاغلی عبدالله به جلالتمآب محمد صادق سنجراني ، د بهرنيو چارو له ړزير شاه محمود قریشي او جلالتمآب قمر جاوید باجوه ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدنې ولري.
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د لیدنې پرمهال د ملي پخلاینې شورا له مرستیالانو ، سلاکارانو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره په ګډه کتنه کوي.
بايد وويل شي چې عبدالله عبدالله دا سفر په داسي حال کې د پاکستان هيواد ته کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري رواني دي.
خو ددغو خبرو ۱۷ ورځي کيږي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی په رسنيو کې خو لا داسي خبرونو هم خپاره شوي چې د سولي خبري له ناکاميدو سره مخ دي.
اوس پوښتنه دا ده چې د ښاغلي عبدالله سفر پاکستان ته د سولي په ټپه ولاړ بهير څومره مثبت اغيز وکړي؟
که څه هم ددې ښه ځواب به راتلونکی وخت ووايو خو ولي حالاتو په کتو ويلای شو چې پاکستان په طالبان جوت او ښکار اغيز لري اوس هم هر پلان د پاکستاني پوځ سره په مشوره وړاندي کوي.
نو همدې ته په کتو ويلای شو چې شايد که پاکستان له زړه وغواړي حتمن طالبان دې ته مجبورولای شي چې اوربند ته غاړه کپږدي.
خو بل پلو په افغانستان کې د سولي د خپل منځي خبرو د پيل راهسي حکړي زور نيولی دی. او اوس محال د افغانستان په ډيری ولايتو کې سخته جکړه روانه ده چې افغانان يې سخت انديښمن کړي دي عام افغانان له طالبانو او افغان حکومت څخه غواړي چې اوربند او دسولي لپاره دې صادقانه کار وکړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.