The news is by your side.

قریشي: افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره چې نن په رسمي سفر اسلام اباد ته رسېدلی، لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده.

قریشي وایي د سولې بین افغاني مذاکرات تاریخي دي او باید له په لاس راغلي فرصت سمه ګټه واخیستل شي، نوموړی وایي طالبانو سره یې هم په همدې تالار کې چې له عبدالله عبدالله سره ګوري، لیدلي دي، ورته یې ویلي چې جنګ ګټوونکی نه لري او د افغانستان سوله د خبرو او جوړ جاړي له لارې ممکنه ده.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا له شاه محمود قریشي سره لیدنه کې وویل، چې پاکستان ته دا ځل په بدلې روحیې سره راغلی، عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په تړاو له هڅو قدردانی وکړو او ویې ویل که په لاس راغلي فرصت نه په سمه توګه ګټنه وانه خیستل شي یو بل لوی بحران ته به لار هواره شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له حکومت مننه وکړه، چې طالبان یې د افغانانو خپل منځي خبرو ته وهڅول، خو ویې ویل مذاکرات چټک روان دي او له بده مرغه د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاتیږي چې دا به د سولې بهیر ته لویه ضربه ورسوي.

عبدالله پاکستاني چارواکو سره لیدنه کې ورته وویل چې ترهګري د سیمې ټولو هېوادونو ته یو ګواښ دی او په افغانستان کې د یوې سر تا سري سولې ټینګښت بې له شکه چې د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

عبدالله له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یو نیالګی هم کېناوه.

د ښاغلي عبدالله د لیدنو مهالوېش کې پلان شوې چې نوموړی به سبا د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري او بیا به د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاود باجوه سره په راولپنډۍ کې د نوموړي په دفتر کې وګوري.

تر دې د مخه کله چې ولسمشر اشاف غني پاکستان ته د سفر پر مهال GHQ ته تللی وو، د عامو افغانانو له تندو غبرګونونو سره مخ شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance