The news is by your side.

راتلونکې اوونۍ له اول نه تر لسم ټولګیو دولتي ښوونځي پیلیږي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، د کابینې د پرېکړې پر اساس راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ له اول تر لسم ټولګي ټول ښوونځي پیلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې پنځه میاشتو را هیسې د کرونا وبا نه د خوندیتوب په موخه ټول ښوونځي تړل شوي وو او د وږي په میاشت کې یوازې له لسم تر دولسم ټولګیو ښوونځي پیل شوي وو، خو تازه کابینې پرېکړه وکړه چې له اول نه تر لسم هغه ټولګیو پورې چې نه وو پیل شوي یو ځل بیا به د شنبې په ورځ پیل شي.

له لسم تر دولسمو ټولګیو پورې ښوونځي د وږي میاشتې پهېلومړۍ نېټه پیل شول، خو د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې وزارت ښوونځیو ته امر کړی وو چې د کووېډ١٩ ناروغۍ نه د خوندیتوب په موخه دې ټول روغتیایي تدابیر مراعت کړي.

د پوهنې وزارا ویلي وو، که په ښوونځیو کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې، د هغې په صورت کې به بیا د ښوونځیو د تړلو په اړه پر پرېکړه فکر وکړي.

د ښوونځیو په پیلېدو سره ځای ځای په پلازمېنه کابل کې هم په یو شمېر ښوونځیو کې د کووېډ١٩ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د هوا په ګرمېدو او د دوبي په راتلو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د مثبتو پېښو ثبت را کم شو چې په دې توګه د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه سره د ښوونځیو د پرانیستلو طرحه وړاندې کړه او د کابینې له لوري په تایید سره دولتي ښوونځي له لسم تر دولسم او خصوصي ښوننځي له اول تر دولسم پیل شول.

بیا هم د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د بیا چټکې خپرېدنې او دویمې څپې وېره شته چې د روغتیا وزارت وایي له وړاندې ورته چمتووالی لري، خو که د امکان په صورت کې د کووېډ١٩ ناروغي بیا چټکه خپره شي ترې نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه به یو ځل بیا پوهنتونونه، ښوونځي او ټولې ښوونیزې ادارې وتړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance