The news is by your side.

پاکستان: تورخم او ګڼي نوري لاري خلاصوو

خبريال ويبپاڼه /پرون ماښام ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټويټر پاڼه په پښتو او دري ژبه ليکلي چې په نيږدي څو ورځو کې به د پاکستان حکومت د تورخم لاري په ګډون هغه ټولي لاري خلاصي کړي چې افغانان د کرښي هغي غاړي سيمو ته په اسانۍ سره را تللای شي.

هغه وویل ، “موږ به د کرونا د ناروغۍ دمخه ډیر ژر عادي حالت ته راستانه شو ،” هغه زیاته کړه چې “چارواکو ته یې د تورخم په ګډون په خیبر پښتونخوا کې د نورو سرحدونو د بیا پرانیستو په اړه خبرداری ورکړی دی.”

هيره دي نه وي چې تر دې مخکي د انګور اډي لاره او او د باديني لار هم د سوداګرو پرمخ پرانستل شوه.

څه موده مخکي د پاکستان اعلان کړی چې سویلي وزیرستان ته به د افغانستان او پاکستان تر منځ لاره نن پرانیستل شي
پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه لار د دواړه هيوادونو لپاره ډير لوی اقتصادي ارزښت لري.

افغاني چارواکو ویلي چې پاکستان د انګور اډي د لاري د بیا خلاصولو لپاره اړین ګامونه اخیستي دي.

دا په داسي حال کې دی چې د روغي جوړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په غوښتنه د پاکستان په سفر تللی دی.

له سپيدار ماڼي څخه په خپره شوي خبرپاخبرپاڼه کې ويل شوي چې((د دې لیدنې په جریان کې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره په افغانستان کې د تلپاتې ، وقار او عادلانه سولې د تعقیب په اړه بحث او خبرې وکړي.
د دې سفر په جریان کې به ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ډاکټر عارف علوي ، لومړی وزير عمران خان ،د ولسي جرګي له مشر اسد قیصر ، ، د پاکستان د مشرانو جرګې سره وګوري.
ښاغلی عبدالله به جلالتمآب محمد صادق سنجراني ، د بهرنيو چارو له ړزير شاه محمود قریشي او جلالتمآب قمر جاوید باجوه ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدنې ولري.
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د لیدنې پرمهال د ملي پخلاینې شورا له مرستیالانو ، سلاکارانو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره په ګډه کتنه کوي.

بايد وويل شي چې عبدالله عبدالله دا سفر په داسي حال کې د پاکستان هيواد ته کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي خبري رواني دي.
خو ددغو خبرو ۱۷ ورځي کيږي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی په رسنيو کې خو لا داسي خبرونو هم خپاره شوي چې د سولي خبري له ناکاميدو سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance