The news is by your side.

د پاکستاني پوځ يو افسر هلاک او ګڼ سخت ټپيان شوي دي

خبريال ويبپاڼه /پرون دوشنبه د شمالي وزيرستان په شړونګۍ سيمه کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې د نيشتي په ترڅ کې د پاکستاني پوځ يوه قوماندان ګيمپتن عبدالله هلاک او ګڼ نور سخت ټپيان شول.

د شړونګۍ سيمي اوسيدونکو خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې لومړی وسوال طالبان يوه کور ته د ډوډۍ خوړولو لپاره راغلي ول له هغه وروسته پاکستاني پوځيانو هغه کور محاصره او ډزي پري وکړي. خو د ځوابي ډزو په ترڅ کې د پاکستاني پوځ يو افسر هلاک او ګڼ نور ټپيان شول.

خو هيره دي نه وي چې د پاکستاني طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي. خو ځايې اوسيدونکي وايې چې طالبان له نيښتي وروسته په تيښته بريالي شوي.

هيره دي نه وي چې د يوه راپور له مخي چې تيره جمعه ناوخته خپور شو پکې ويل شوي چې د کرښي هغي په قبايلي سيمو کې چې په دې ورستيو کې په خيبر پښتون پوري تړل شوي په جلا ، جلا نيښتو کې تر ۴۰ زيات پاکستاني پوځيان هلاک شوي او ګڼ شمير نور سخت ژوبل شوي دي.

هيره دي دې نه وي چې څو ورځي مخکي په شکتوې سيمه کې د يوې چادوني په ترڅ کې ۶ پاکستاني پوځيان هلاک او ۲ داني ژوبل شول. تر دې دوه ورځي مخکي په سرا تحصيل کې هم د پوځيانو پر پوستي چاودنه شوي وه چې ګڼ شمير پاکستاني پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي ووه.

بايد وويل شي چې په سيمه کې ميشت پښتانه سخته انديښنه ښي وايې چې يو ځل بيا د پاکستاني پوځ په غوښتنه سيمي ته وسلوال داخل شوي دي.
د سيمې يوه اوسيدونکي کمال خان رسنيو ته ويلي چې که داسي حالت راوان وو لري نه ده د پښتنو په سيمو شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان کې به د ۲۰۰۹ کال تاريخ تکرار شي په زرګونو پښتانه شهيدان بې کوره او ژوبل شي.

د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ مشر محسن داوړ ډيوه راډيو ته ويلي دي چې د پاکستان پوځ په لوی لاس غواړي د پښتنو سيمي نا امنه کوي ځکه تر څو دغه پوځ پرې خپلي نا روا غوښتني ومني.
د ښاغلي داوړ په خبره دا اوس چې کوم ترهګر د کرښي دواړو غاړو ته جکړه کوي د پاکستان پوځ او ای ايس ای جنګي مليشي دي.

بايد وويل شي چې د پاکستان پوځ له څو وروځو راهسي په دې پلمه چې په شمالي وزيرستان او د کرښي هغې نورو پښتون ميښتو سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي د پښتنو د ځپلو په موخه سخت علميات پيل کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.