The news is by your side.

پاکستان ته د عبدالله سفر او د افغانانو غبرګونونه

خبريال ويبپاڼه /پرون دوشنبه د روغي جوړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان اسلام اباد ته سفر وکړ.
له سپيدار ماڼي څخه په خپره شوي خبر خبر پاڼه کې ويل شوي وو چې ټاکل شوي ((د دې لیدنې په جریان کې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره په افغانستان کې د تلپاتې ، وقار او عادلانه سولې د تعقیب په اړه بحث او خبرې اتري وکړي.
د دې سفر په جریان کې به ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله به د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ډاکټر عارف علوي ، لومړی وزير عمران خان ،د ولسي جرګي له مشر اسد قیصر ، ، د پاکستان د مشرانو جرګې سره وګوري.
ښاغلی عبدالله به ، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي او قمر جاوید باجوه ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره لیدنې ولري.
د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه د لیدنې پرمهال د ملي پخلاینې شورا له مرستیالانو ، سلاکارانو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره په ګډه کتنه کوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله تر دې دمه ددې سفر په لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي د پاکستان د پارلمان له مشر او ځينو نور چارواکو سره کتلي دي.

که څه هم پاکستاني چارواکو د ډاکټر عبدالله تود هرکلی وکړ په ګډو ناستو کې پاکستاني چارواکو وويل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د امن او سولي په معنا ده.

ګڼو افغانانو په ټولنيزو رسنيو دا شعار چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولي په معنا ده. خپاره کړي دي ، له پاکستاني چارواکو څخه يې غوښتي چې دا شعار دي په عمل کي پلی کړی.

د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو له پاکستاني چارواکو غوښتي دي چې له دوه مخۍ څخه لاس واخلي بلکي د يوه ښه ګاونډي هيواد په توګه دي له افغانستان سره مرسته وکړي.
عام افغان له پاکستان څخه غواړي چې پاکستان دې طالبان دي نه روزي ، هغوۍ ته دې ځای او وسلي نه ورکوي. که څه هم طالبان د پاکستان د مليشو په څير په افغانستان کې جکړه کوي.

ټول افغانان په دې باور دي چې که پاکستان له زړه وغواړي په څو اونيو کې په افغانستان کې سوله راتلای شي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان تل د افغانستان په وړاندي له دوه مخي سياست څخه کار اخيستی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.