The news is by your side.

مک مسټر: له طالبانو سره د واک ګډون به ناورين رامنځته کړي

خبريال ويبپاڼه /د امريکا د محتده ايالاتو د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار ويلي مګ مسټر ويلي چې له طالبانو سره د واک کډون به يو بل ناورين رامنځته کړي د هغه په خبره طالبان له يوه ترهګره ډله ده له القاعده او نورو ډلو سره ټينګې اړيکي لري.

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار مک ماسټر وايي چې له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې خبرې له پیل څخه یوه خطا او تيروتنه وه.

هغه د امريکا مشهور خبري تلويزون CNN ته وویل چې له طالبانو سره د قدرت شریکول یو ناورین دی او له طالبانو سره خبرې کول د دې ډلې لپاره یو امتیاز دی.

مک مسټر وویل چې د طالبانو استازي په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره د خبرو لپاره په داسي حال کې د سولي په خبرو بوخت دي چې د دې ډلې جنګیالیو په افغانستان کې جګړې ته ته دوام او زور ورکړی دی. همدا راز مک مسټر زياته کړه چې د طالبانو او القاعدې تر منځ هیڅ ډول پريکون نه دی شوی بلکي داسې بریښي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې ټينګي کړي دي.

بايد وويل شي چې د امريکا د ملي امنيت شورا پخوانی غړي مک مسټر په داسي حال کې له طالبانو سره د امريکا د سولي تړون يو لويه تيروتنه بولي چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوی د قطر په دوحي د سولي په خبرو بوخت دي.

د افغان حکومت او طالب پلاوي تر منځ له اتلسو وروځو راهسي د سولي خبري رواني دي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی دواوړو غاړو يو پر بل نيوکې هم کړي دي.

داسي اوازي هم په رسنيو کې خپري شوي چې د سولي خبري له خنډ سره مخ شوي هيڅ پر مختګ يې نه دی. تازه د طالبانو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې حکومتي پلاوی په دې برخه کې پړ او ناغيړي کوي.
ملاخير الله خير خوا ويلي چې حکومتي پلاوی د مجلس خبري د باندي رسنيو ته باسي په لوی لاس د سولي خبري له خنډ سره مخ کوي.

خو بل خوا بيا شنونکي او افغان حکومتي پلاوی په طالبانو نيوکي او وايې چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ ځکه دوی وايې چې طالبانو د بنديانو له خوشي کيدا وروسته ورسره منلي وه چې که افغان حکومت د دوی بنديان خوشي کړي دوی به د اوربند او د جکړي په کمښت غور کوي چې تر دريو ورځو به په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی را کم شي.

هيره دې نه وي چې د سولي د خبرو له پيل را وروسته په افغانستان کې جګړي سخت زور نيولي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.