The news is by your side.

د اترا ادارې یو کارکوونکي د 5جي انټرنېټ لپاره د مبایل یو کوچنی ډیوایس جوړ کړی

وېب پاڼه/ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا یو کارکوونکي حسین احمد احمدي د ٥ جي انټرنېټ خدماتو کارونې لپاره د مبتیل یو کوچنی او حساس ( MM 9×8) ډیوایس جوړ کړی دی.

د دې ډیوایس جوړونکی حسین احمد احمدي وایي، دا ډایوایس یې لومړی په سافټ ویېر کې ډیزاین کړی او بیا د لوړ کیفیت خو تر ټولو ارزانه (FR4) موادو څخه جوړ کړی دی.

د دې ډیوایس لپاره ٥٠٠ متره شاوخوا معیاري ساحه ټاکل شوې، چې د ٥٠٠ مټره شاوخوا ساحه کې حساس فعالیت کولی شي او هغه مبایلونه چې د ٥ جي انټرنېټ کارونې سېټ اپ ونه لري په اسانۍ په کې نصب کېدلی شي.

دغه ډیوایس د هند په ملي سیالۍ کې دریم جقام او د پروټېک جایزه هم تر لاسه کړې ده، دا ډیوایس لومړی د HFSS سافټ ویېر باندې ازمویل شوی او بیا د هند پوني ښار نړیوال پوهنتون سېمبوایسس او د دفاعي څېړنو او پرمختیا ادارې د څېړونکو له لوري ارزول شوی دی.

حسین احمد احمدي نن د دې ډیوایس په اړه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا مشرتابه او کارکوونکو ته د یاد ډیوایس په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي حسین احمد احمدي اوس مهال په اترا اداره کې کار کوي چې تر دې وړاندې یې خپلې لوړې زده کړې د هند په پوني ښار سېمبوایسس نړیوال پوهنتون کې په مخابراتي انجنیرۍ د لېسانس په کچه بشپړې کړي او له یاد پوهنتون نه د غوره زده کړیال په توګه فارغ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو په برخه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا وروستي کارونه او فعالیتونه د پام وړ دي، یادې ادارې دې وروستیو کې د 4 جي انټرنېټي خدماتو د رسولو لومړني کارونه هم پیل کړي او یاده اداره ډاډ ورکوي چې په ښه توګه به یې ورسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.