The news is by your side.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ١٧ سلاکاران له دندو ګوښه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تاییدوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ١٧ سلاکاران له دندو ګوښه شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ کې یو شمېر سرچینې چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ یو شمېر سلاکاران له دندو لېرې شوي دي.

په لېرې شویو سلا کارانو کې سید حامد ګېلاني په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار، قطب الدین هلال د سولې په چارو کې د ولسمشر سلا کار، امحد مشاهد په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو چارو کې د ولسمشر سلا کار، محمد ایوب رفیقي په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار، شېر محمد جامي زاده د طبیعي منابعو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او شاه محمد څرګند په تحقیقي او توسعي چارو کې ولسمشر سلاکار له دندو ګوښه شوي دي.

په همدې توګه سیروس علاف په سوداګریزو چارو کې د ولسمشر سلاکار، نجیب الله خواجه عمري لوړ زده کړو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، خلیل الله زمری د مجرمینو او محبسینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، عبدالرحمن هوتکي په سیاسي او سیمه اییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار، پیغمبر قل دوغن په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار، ګلالۍ اجکزۍ د ښځو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره، عزیز الله اریافر د اداري اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار، محمد عزیز بختیاري په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار، لیلا احراري د دیموکراسۍ د پیاوړتیا په چارو کې د ولسمشر سلاکاره، همایون جریر په اجتماعي چارو کې د ولسمشر سلاکار او بسم الله روحاني په قومي او سیمه ایزو چارو کې د ولسمشر سلاکار د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغو سلاکارانو له ډلې دي چې تازه له دندو لېرې شوي دي خو ولسمشاۍ ماڼۍ یې تر اوسه د ګوښه کېدو موخه نه ده په ډاګه کړې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.