The news is by your side.

ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته د سفر پر دویمه ورځ عمران خان سره ولیدل

پاڼه/ د افغانستان د ملي پخلایني عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله اسلام اباد ته د رسمي سفر پر دویمه ورځ د پاکستان هېواد د سنا جرګې له رییس صادق سنجنراني سره ولید.

ډاکټر عبدالله له سنجنراني سره په لیدنه د افغان سولې پر پروسې، ټرانزېټ او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

عبدالله د پاکستان سنا جرګې له رییس سره له لیدنې وروسته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او په یو لړ موضوعاتو سره وغږېدل.

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون اسلام اباد ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه ولاړ.

عبدالله په لومړۍ لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزسر شاه محمود قریشي سره د دواړو هېوادونو په هر اړخیزو اړیکو او سولې بهیر کې د پاکستان د رول په تړاو وغږېدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي وو چې افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده. دا یې د وینا هغه ټکی دی چې افغانان یې په زړه کږه او په خوله خوږه بولي.

قریشي زیاته کړې وه، چې د سولې بین الافغاني مذاکرات تاریخي دي او باید له په لاس راغلي فرصت سمه ګټه واخیستل شي، نوموړی وایي طالبانو سره یې هم په همدې تالار کې چې له عبدالله عبدالله سره ګوري، لیدلي دي، ورته یې ویلي چې جنګ ګټوونکی نه لري او د افغانستان سوله د خبرو او جوړ جاړي له لارې ممکنه ده.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا شاه محمود قریشي ته ویلي وو، چې پاکستان ته دا ځل په بدلې روحیې سره راغلی، عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په تړاو له هڅو قدردانی وکړو او ویې ویل که په لاس راغلي فرصت نه په سمه توګه ګټنه وانه خیستل شي یو بل لوی بحران ته به لار هواره شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان له حکومت مننه وکړه، چې طالبان یې د افغانانو خپل منځي خبرو ته وهڅول، خو ویې ویل مذاکرات چټک روان دي او له بده مرغه د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاتیږي چې دا به د سولې بهیر ته لویه ضربه ورسوي.

عبدالله له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یو نیالګی کېناوه.

د ښاغلي عبدالله د لیدنو مهالوېش کې پلان شوې چ دې نوموړی به د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې هم ګوري.

تر دې د مخه کله چې ولسمشر اشاف غني پاکستان ته د سفر پر مهال GHQ ته تللی وو، د عامو افغانانو له تندو غبرګونونو سره مخ شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.