The news is by your side.

حکومتي ادارو کې به د لوی احمد شاه بابا انځور نصبول قانوني بڼه خپله کړي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسي جرګې غړي کمال ناصر کمپاین پیل کړی او په حکومتي ادارو د احمد شاه بابا انځورونه وېشي.

د کمال ناصر اصولي سره په دې کمپاین کې څو نور وکیلان هم ګډ دي ابڼهو نن یې پر څو وزارتونو د احمد شاه بابا انځورونه ووېشل.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وایي، موږ د افغانانو او پښتنو نویو راتلونکو نسلونو ته تاریخي ویاړونه خوندي کوو.

اصولي وایي په دې تړاو یې نن په ولسي جرګه کې د دویم ځل لپاره د کمېسیونونو ګډه ناسته د وکیلانو د طرحې په اړه ترسره کړه، د دې طرحې له تصویب سره سم به په ټولو دولتي ادارو کې د افغانستان د بنسټګر په توګه د لوی احمد شاه بابا انځور نصبول قانون وګرځي.

نن د پارلماني ګروپ د غړو له لوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر او د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدې ته د لوی احمد شاه بابا انځورونه ډالۍ شول.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش د پښتنو سدوزیو او محمدزیو قومونو ته چې ریښه یې احمد شاه بابا ته رسیږي سپکاوی وکړ.

دانش ویلي وو چې د طالبانو واکمني عیناً د پښتنو د سدوزیو او محمدزیو د ٢٣٠ کلونو استمعاري او دیکتاتوري واکمنۍ ته ورته ده، چې د ټولنې له منځه د یوې وړې ډلې له لوري واکمني کېدله چې د ټولنې له روحه یې سرچینه نه درلوده.

د سرور دانش دا څرګندونې مستقیماً پښتنو د پښتنو لویو مشرانو لکه لوی احمد شاه بابا ته سپکاوی وو، چې ورسره جوخت په ټولهد هېواد کې د سرور دانش د یادو څرګندونو په تړاو توند غبرګونونه را پورته شول. دانش یې یو بې پلرونو او بې نیکونو شخص او د چنګېز له اولادې او د ایران له جاسوسانو وباله.

د سرور دانش یادو څرګندونو سره په خوا کې پښتنو پر خواله رسنیو د احمد شاه بابا ته په درناوي د بابا انځورونه لاس پر لاس شول او د نوموړي ویاړلې کارنامې یو ځل بیا تازه شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.