The news is by your side.

د غورځنګ په شهادت کې د امنيې قوماندان لاس وو

خبريال ويبپاڼه /پاکستاني مليشو د غزني په دریمه امنیتي حوزه کې نذیر غورځنګ په ډير ناځوانه ډول د شا له خوا په ډزو وويشتل او شهيدا کړای شو.
نذيز غورځنګ په داسي حال کې شهيد شو ، چې تير ماښام د غزني ښار څلورمې حوزې ته څيرمه د پولیسو په شتون کې هغه شهيد او بل ملګری يې ټپي شو.

نذیر غورځنګ ، چې په غزنی کې د دریمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوی و ، خو د کار کولو اجازه يې نه درلوده او د ډیر وخت لپاره په کور کې ناست وو.
د نذیر غورځنګ تر دې دمخه ویلي و چې د غزنی د دریمې حوزې امر ټاکل شوی و او د کورنیو چارو وزارت څخه یې رسمي مکتوب هم درلود ، خو د امنیه قومندان د کار کولو اجازه نه ورکوله.

بايد وويل شي چې نذيز غورځنګ څو ځله د کورنيو چارو وزير او ګڼو او چارواکو ته ويلي چې په کوم دليل يې دی له دندي ګوښه کړی دی.

د نذيز غورځنګ هغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې سخت غبرګونو را پارول چې نذيز غورځنګ په ډير مايوسانه ډول په غيرو کې په وزير او امنيه قوماندان غږ کوي چې ولي يې او په کوم دليل يې له دندي ګوښه کړی.
غورځنګ زياتوي چې دد ګناه دا ده چې له هيواد او وطن څخه يې دفاع کړي په دغه لار کې يې پلار ورړنه او د کورنۍ غړي شهيدان شوي.
غورځنګ په چارواکو غږ کوي چې زما ژوند په خطر کې دی هره ورځ طالبان ګواښونه راته کوي حتی څو ځله يې بريدونه را باندي وکړل.
نذير غوزځنګ وايې ولي مي په لوی طالبان ته سپارئ. ولي اخير ګناه مي څه وه.

د دنذيز غورځنګ سهادت د افغانانو سخت غبزګونونه راپارړولي ګڼو ويلي چې نذير غورځنګ طالبانو نه دی شهيد کړی بلکي د غزني امينه قوماندان په شهادت رسولی دی.
د ټولنيزو رسنو کار کوونکي زياتوي چې امينه قوماندان له طالبانو سره په مستقيم ډول لاس لري.

نه يوازي دا چې د ټولنيزو کارکونو په د غزني په امنيه قوماندان سختي نيوکي کړي بلکي د کورنيو چارو په وزير مسعود اندارابي هم سختي نيوکي کړي ځکه دوی وايې چې په خپله مسود اندرابي ده چې د لرني د امنيه قوماندان ملاتړ کوي.

نجيب ننګيال ليکي((د نذیر غورځنګ شهید شو.

هغه له تیر کال راهسي په کور کې اوسېده. هغه وویل: “زه د شخصي امنیت لپاره کلاشینکوف هم نه لرم.” که تاسو ما نه ګمارئ ، ما یوازې مه پریږدئ. درې ځله ما پخپله مسعود اندرابي ته وویل چې د دې سړي غم وکړي. مګر دا پښتون و او د پښتنو وینه روا ده. د خورځنګ قضیه پټه نه وه. ډیری وختونه دا فرياد د خلکو لخوا راپورته شوی))

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.