The news is by your side.

د پاکستان سياست بدل شوی که لا هم منافقانه چلند کوي؟

خبريال ويبپاڼه /د پاکستان تاريخ ته په کتو له پيله تر دې دمه پاکستان هيواد تل په افغانستان کې لاسوهنې کړي او د افغانستان لپاره دوه مخي منافقانه چلند غوره کړی دی. د افغانستان په څلويښت کلنه جکړه کې په مستقيم ډول د پاکستان لاس وو او په اوسني روانه جکړه کې هم د پاکستان لاس نه بلکي په خپله پاکستان روانه جکړه پرمخ بيايې. طالب د پنجاب يوه مليشي ځواک دی ،، ټول اکمالات، خرچ و مصارف يې د پنجاب پر غاړه دي.

د افغانستان اوسنۍ جکړه ټوله له پاکستان څخه رهبري کيږي د طالب مشرانو کورنه ټول هلته دي چې پاکستان هر ډول فرمايش ورکړي طالبان مجبور دي هغه ومني.

پوښتنه دا ده چې د پاکستان سياست بدل شوی کنه؟

پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د افغانستان د پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ، په اسلام آباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت لخوا جوړي شوې غونډې ته وینا وکړه.
شاه محمود قریشي په خپله وینا کې وویل چې پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی لري او په هیواد کې د کومي ځانګړي ډلي ملاتړ نه کوي. قريشي په ښکاره طالبانو ته اشاره وه ، هغه ډله چې د پاکستان لخوا یې ملاتړ کیږي.

شاه محمود قریشي ډاکټر عبدالله عبدالله ته مخ واړاو او د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال ایوب خان د کتاب نوم یې واخیست ، او زیاته یې کړه: “موږ غواړو دوستان شو نه بادران .” هغه د یو شمیر کارپوهانو او سیاستمدارانو ادعاوو ته په اشارې سره وویل چې پاکستان د افغانستان غلامول غواړي ، خو قریشي وویل چې اسلام آباد خپل فکر بدل کړی او غواړي دواړه هیوادونه په امن کې وي او په ګډه کار وکړي. او يو ښه راتلونکی جوړ کړئ.

خو په افغانستان کې ميشت سياسي شننونکي وايې د پاکستان په داسي خبرو بارو کول حماقت دی. دشنونکو په خبره پاکستان په دا ډول مکر او فريب سره غواړي نړۍ ته وښيې چې د افغانستان په جنګ کې دوی نه دي ښکيل.

د اقتصادي چارو شنونکی محيب شاه وايې چې پاکستان ځکه داسي غوړه مالي کوي او د طالبانو له ملاتړ څخه انکار کوي چې د پيسو د نړيوالي محکمي له تور ليست څخه ځان وباسي.

او بله دا چې پاکستان په اوسني وخت کې له سخت  اقتصادي فشار  او ځوړ سره مخ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance