سعودي کټونکو ښځينه لوبغاړو ته لس لکه ډالر ورکوي

خبريال ويبپاڼه/ د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ په نړيواله کچه د ګلف لوبو ټورنمڼټ جوړيږي چې په دغه ټورنميټ کې به تر ډير د اروپايې ګلف سياليو ښخينه لوبغاړي شتون ولري.

په دغه نړيوالو سياليو د ښځينه لوبغاړو تر منځ دوه ټورنميټونه تر سره شي چې د سعودي لومړي نړیوال ښځینه ټورنمنټ به د نومبر له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې او دوهم د سعودي ښځو نړیواله سیالۍ به د نومبر له ۱۷ څخه تر ۱۹ پورې ترسره کیږي.

ددې سياليو په اړه د اروپا د میرمن اتلانو مشري الیګزانډر آرمز وايي ، هغه ډيره خوشاله ده د چې په سعودي عربستان کې د مسلکي ښځینه ورزشکارانو لپاره په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه اخلي.

د دې سیالیو هر یو ګټونکي لوبغاړې ته ۱۰ لکه يا يو میلیون ډالرو ورکول کیږي ، مګر د ټیم په کچه سیالۍ ګټونکي ته ۵ لکه امريکايې ډالر ورکول کیږي. چې دادواړه سیالۍ به په رائل ګالف ژیړ کلب یا رائل ګرین ګالف کلب کې ترسره شي.

بايد وويل شي چې ددې سياليو لومړۍ ټورنمنټ د دې کال د مارچ مياشتي په پيل کې پلان شوی چې تر سره شي، مګر د کورونا ناروغۍ له امله وځنډول شو. او اوس دا دی په راتلونکي څو ورځو کې پيليږي.

د ویلز اوسیدونکې امی بولډن ، چې پدې میاشت کې د سویس ښځینه ټورنمنټ وګټله ، ​​وايي چې د میرمنو ګالف لوبو کې د هغې اوسنی ژمنتیا خورا ګرانه ده.

د ياد ولو وړ ده چې د ښځینه لوبغاړو ترمنځ په سعودي عربستان کې که څه لومړی ځل ده چې تر سره کيږي خو په داسي حال کې دغه سيالۍ تر سره کيږي چې په سعودي او ټوله نړۍ کې کرونا ويروس خپور دی.
حتی په ځينو هيوادنو کې خو دومره په چټکۍ روان دی هلته بيځي لاک ډاون او کرځ بنديز لګول شوی دی.
خو د ټورنميټ سمبالونکې چارواکي وايې چې ذا سيالۍ به د کرونا د تدابيرو په پام کې نيولو سره پيل او هغه ټولي لاري چاري به په پام کې ونيسي چې د کرونا د مخنوي لپاره د روغتيا نړيوال سازمان وړاندي کړي وې.

له هغه وروسته په سعودي عربستان کې ښځو ته نسبي ازادي ورکړل شوه چې محمد بن سلمان ددې هيواد پاچا شو محمد بن سلمان نه يوازي دا چې ښخو ته يې اجازه ورکړه بلکي ځيني داسي قوانين يې رامنځته کړل چې د سعږدي په تاريخ په بيخي نوي او لومړني وو.

که څه هم په محمد بن سلمان تور دی چې يو غرب پلوی پاچا دی خو هغه وايې چې دی د خپل هيواد د پرمختګ لپاره دا ډول کارونه کوم.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More