The news is by your side.

په لومړي ځل راشد خان I P L کې غوره لوبغاړی شو

خبريال ويبپاڼه /د هند کرکيټ په غوره ليګ I P L مشهور سياليو کې پرون په لومړي ځل افعان لوبغاړی راشد خان د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
راشد خان په پرونۍ لوبه کې چې تېر ماښام تر سره شوه په دغه لوبه کې راشد خان د ډهلي پلازمېنې کلپټيلز لوبډلي درې مهم لوبغاړي وسوځول او سنرایزرز حیدراباد لوبډلي ته يې بريا ور په برخه کړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمي ۱۲ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.

دغخ سيالۍ چې تیره شپه په ابوظهبي لوبغالي کې تر سره شوه لومړی د لړبي پچه د سنرایزرز حیدراباد لړبډلي وګټله په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې ، خو ډیلي کلپټلز لوبډلي دغه هدف ته ونه رسیده او د ۷ اوه لوبغاړو په سوځيدو یې۱۴۷ منډي وکړي.

بايد وويل شي چې د راشد خان تر څنګ نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجيب ځدراڼ هم لوبه کوي چې ډير ښه ځليدلي دي.

بايد وويل چې راشد خان په دې ورستيو کې د کرکيټ د نړيوالي شورا ای، سي ،سي له خوا په نړيواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام اعلان کړ.
اوس راشد خان په نړيواله کچه په بالينګ کې لومړی مقام لري.
راشد خان په ۱۸۹۸ کال کې زيږدی دی چې لومړي ځل د کرکيت ډګر ته په ۲۰۱۵ زيږديز کال د زمبابي خلاف لوبه تر سره کړه چې په لومړۍ لوبه کې ډير ښه وځليد په ډير کم وخت کې يې نړيوال خيران او ګوته په غاښ کړل.

راشد خان تر دې دمه ۴ ټيست، ۷۱ يوه ورځنۍ او ۴۸ شل اوزيزي لوبي تر سره کړي دي.
چې د ويکټو شمير يه په ټيسټ کې ۲۳ په يوه ورځنۍ لوبو کې ۱۳۳ او شل اوريزو کې ۸۹ ويکټې اختسي دي.

راشد خان په ډير کم وخت کې په ټوله نړۍ کې مشهور شو چې اوس هم د هند په غوره ليګ ای پې ايل کې د سنرايزر حيدر اباد لوبډلي سره لوبه کوي.
داسي ويل کيږي چې راشد خان د کورنيو ليګونو په پرتله د تجاراتي ليګونو ډير شوقي دی چې له عمدي امله ګڼو افغانانو ډير ځله پرې سخته نيوکې هم کړيدي.

بايد دا هم وويل چې راشد خان د افغانستان په شپږيزه ملي ليګ سياليو کې نه وو بلکي په دوبي کې په يوه تجارتي ليګ کې لوبيد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.