The news is by your side.

هرات کې د کورونا مخنیوي ته ۴۰۰ ملیونه بودیجه ځانګړې شوه

خبریال ډاټ کام/ولسمشر محمد اشرف غني نن سه شنبه مازدیګر ۵ بجې په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملي تلویزیون له لارې خپور شو، وویل چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دولت له بودیجې څخه یې ۴۰۰ ملیونه افغانۍ ځانګړې کړې څو وکړای شو په هرات کې د کورونا ویروس مهارو کړو.

ښاغلي غني په مشخص ډول هراتیانو ته دا پیغام درلود چې حکومت روان وضعیت له نیږدې څاري او پرې به نه ږدي چې دغه وژونکی ویروس د افغانانو لپاره په یو ناورین بدل شي. نوموړي همداراز وویل چې د کډوالو را ستنېدو، د ویروس مهارولو او د روانې معضلې د حل لپاره ټول بېړني حالات په پام کې نیول شوي دي.

ده پر ټولوهېوادوالو، په ځانګړې توګه هراتیانو، خبریالانو، مدني بنسټونو او ټولو د نظر خاوندانو باندې غږ وکړ چې د روانې بدمرغۍ په برخه کې د حکومت تر څنګ ودرېږي او د کورونا په مهارولو کې خپلې رغنده هڅې او د عامه پوهاوي په برخه کې د اړوندو روغتیایي بنسټونو سپارښتنې او لارښوونې تر ټولو اړمنو هېوادوالو پورې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا په افغانستان کې ۲۲ کسان نیولي او په ځینو نورو باندې هم د مشکوکو پېښو معاینه روانه ده. دغه ویروس په سیمه او نړۍ کې اضطراري حالت را منځته کړی دی. په ایران کې د دغې ویروس قربانیان تر ۸۰۰ کسانو واوښتل او پرې اخته کسان تر لسو زرو زیات دي. په پاکستان کې هم د کرونا مثبتې پېښې تر ۱۹۳ پورې ورسېدې.

ولسمشر غني په خپله وینا کې په ولسي جرګه کې د هرات پر استازو، د ملي شورا غړو او نورو دخیلو حکومتي چارواکو باندې غږ وکړ چې د هرات لپاره ځانګړې شوې بودیجه د ناروغانو د درملنې لپاره سمه مدیریت او د اړمنو کسانو په درملنه کې د اړوندو روغتیایي بنسټونو سره پر وخت مرسته وکړي.

وړاندې تر دې ښاغلي غني د بازار د بیو د کنټرول په هکله هم د ملي تلویزیون په پرده را ښکاره شو او هېوادوالو ته یې د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو د شتون ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تازه یې اړوندو ادارو ته امر کړی چې د حکومت له ستراتیژیکې بودیجې څخه ۲۴ زره ټنه غنم پر اړمنو کسانو وویشي. ده همداراز وویل چې وضعیت زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دی او په هېڅ صورت به مضرو کړیو ته اجازه ورنکړو چې د عامو هېوادوالو له برخلیک سره په سوداګریز احتکار لوبې وکړي.

پر ولس یې هم غږ وکړ چې د مافیایي کړیو پر ناسمو تبلیغاتو و نه غولېږي او پر دولت تکیه وکړي. هېره دې نه وي چې تېره ورځ کابل ښاروالۍ او امنیه قومندانۍ  هم د یو شمېر لویو مغازو هټیوال د احتکار په تور نیولي او جریمه کړي وو. له دوی څخه یې زمانت لیکونه هم اخیستي وو چې په راتلونکي کې پر خپلو اموالو باندې احتکار نه کوي.

د کورونا له امله نه یوازې په افغانستان بلکې په نړۍ کې هم وېره خپره شوې ده. افغانستان ته په لومړي ځل له ایران نه هرات او له هغه ځایه یو شمېر نورو ولایتونو ته د کورونا ویروس پیښو سرایت وکړ. دمګړی په هرات کې د کورونا ویروس پر وړاندې کلک روغتیایي تدابیر نیول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.