The news is by your side.

د لمبو په غېږ کې – د یوه خبریال کیسه

خبریال ویب پاڼېه / زه مې خپل ضمیر ته ښه ملامته یم ، د د اسې یو سپیڅلي مسلک لاروی یم ، چې د ټولنې هره ناروا کړنه رسوا کولی شي ، خو خبره د جرات ده ، کلونه ، کلونه وشول چې سترګې مې یو څه ګوري ، خو زه خپلې ټولې ته نور څه وړاندې کوم، دا شاید زما کمزوري یا مجبوري وي ، خو داسې یو وخت راتلوونکی دی ، چې د زیاتو داسې رازونو څخه به پرده پورته شي ، چې د بې شماره هغه ځناورو چې انساني لباسونه یې په تن دي د دوي حقیقي څيري تاسې ته دروښایې …..

          تقریبا لس کاله په ننګرهار کې د بیلابیلو غږیزو رسنیو سره د یو خبریال یا کارمند په حیث پاتي شوی یم ، دلته چې په یوشمیر رسنیو کې د ځينو بې ضمیره او بې احساسه ځنارو کړنې وګورې ، نو په خپلو غوږونو به شکمن شئ  چې دا څه اورم ، ایا دا خلک لیوني شوي او که زه په تیاره کې ساتل شوی یم

         ومې غوښتل د یو شمیر هغه پېښوپه اړه ، چې زه په خپل کاري چاپیریال کې ورسره مخ شوی یم  له تاسې سره یې معلومات شریک کړم ، دا کار د دې لپاره کوم ، تاسې د داسې لویو بدبختیو د مخنیوي لپاره لاس پکار شئ ، ترڅو ستاسې د کورنۍ درنې میندې ، خویندې او لوڼې د داسې وحشیانو ښکار نه شي …..

او دا کار د دې لپاره کوم ، چې هغه تش په نامه انسانان د خپلو کثیفو عملونو یو واقیعي انځور دلته ووینې او ولولې ، شاید دا کار د دوي د اصلاح سبب شي ، ځینې داسې لفظونه به هم دلته ولولئ چې تر اوسه یې تاسې تصور هم نه وي کړی ، یو مهمه خبره او هغه دا چې دا کار شاید ځیني دوستان د دې مسلک لوی سپکاوی وګڼې ، خو زه ورته دا په ډاډ سره وایم ، چې اوسني حالاتو ته په کتو په هر مسلک او هره برخه کې یو شمیر داسې وګړي شته چې ځان ته د پرښتو خطاب کوي ، خو عملونه یې د شیطان څخه هم بتر دي ، د ژورنالیزم د مسلک سپیڅلو لارویانو ته په پوره درناوي ! که دوي نه وای ، نو دې ځینو شغالانو به  داسې د شرم کارونه کړی وای ، چې د هرې کورنۍ د حیا جنازه به یې ویستلې وای! .

         افسوس ! په داسې وګړو چې نورو ته ځان د دې ټولنې خیرخوا او یو مسلکي ورپيژني ، خو بیا هغه کارونه کوي ، چې په ویلو او لیکلو کې موږ د شرم احساس کوو….

کلونه وړاندې د یوې راډيو رسمي همکار وم ، بیلابیلې تفریحي ، دینې ، ټولنیزي او اصلاحي خپرونې مې وړاندې کولې ، غرمه مهال د راډيو د دفتر زنګ ووهل شو، په دې ورځ په راډيو کې زموږ دروازه ساتوونکی نه وو، نو زه مجبور شوم او دروازي خواته لاړم ،کله چې مې دروازه خلاصه کړه ، نو یو په ونه دنګه جلۍ وره کې ولاړه وه ، هغې خپله څادري پورته کړه او مخ یې ښکاره کړ:

ـ سلام علیکم

ـ وعلیکم السلاممهربانې چا سره مو کار وو؟

ـ ریس صیب! شته دی.

ـ کوم ریس !؟

ـ …..فلانی صیب.

ـ هو شته دی ، څه کار مو وو ورسرره ؟

ـ ماته یې زنګ وهلی وو ، چې راډيو ته راشم د کار لپاره .

ـ مهرباني راځئ.

دروازه مې بنده کړه ، هغه زما پسې راروانه شوه ، ما د ریس د اطاق دروازه وټکوله ، هغه ورو وویل مهربانې راځئ !

ما دروازه خلاصه کړه ، ګورم هغه په کوچ کې خوري تړئ تلویزیون ته پروت دی او ریمونټ یې لاس کې دی ، ما ورته وویل یو زنانه بهر ولاړه ده تاسې سره یې کار دی ، دې خبرې سره یې یو ټوب وکړ او نیغ کیناست .

ـ څوک ده ؟

ـ نه پوهیږم ، ویل یې چې ریس صیب! راته زنګ وهلی دی.

ـ هغه موسکی شو ، ښه ، ښه ورته غږ کړه چې راشي .

زه بهر راووتم او هغه کوټې ته وردننه شوه ، زه د ریس اطاق ته بهر په چمن کې په چوکۍ کیناستم ، تقریبا نهه بجې به وي ، هوا نور مال وه ، اوړې ته لږې ورځي پاتي وي ، یو وخت مې د ریس د کوټې پردو ته بام شو چې خورې یې کړې ، حیران شوم ، چې څه کیسه ده ، خو زه لا په دې سوچونو کې وم ، چې د دروازې ټلۍ بیا ووهل شوه ، ور مې خلاص کړ ، د راډيو یو همکار مې وو ، ستړې مشي مو وکړل په لاس کې یې پلاستیکي خلته وه ، ما په خندا ورته وویل:

ـ دا څه دي .

ـ کور نه راغلم ، جامې دي .

په خبرو ، خبرو هغه اطاق ته راورسیدو چې زه ، دا ملګری او د راډيو تخنیکې همکار به پکې ویده کیدو او ډوډۍ به مو هم پکې خوړله ، ملګري مې جامې په خپل ځای کې کیخودي.

ـ څوک دې راډيو کې !؟

ـ والله څوک نشته دی ، ما پلې لیسټ برابر کړ نشرات روان دي.

ـ ریس صیب! نه دی راغلی .

ـ ولې نه ، هغه خپل اطاق کې دی .

ـ ښه ، زه ورځم لږ کار مې دی ورسره .

ـ مه ورځه ، څوک زنانه ورسره ده ، شاید همکاره مو شي.

ـ هاهاهاها دا څه وایې دلته یې راولې؟

ـ هو کنه .

زه ناست وم ، هغه له خپل ځای راولاړ شو ، د ریس صیب ! اطاق او زموږ اطاق څنګ په څنګ وو، د دواړو اطاقونو ترمنځ یو وړه دروازه وه ، چې په هغه یې میخونه وهلې وو ، خو د دغه دروازي نیمایې سپینه ښیښه وه ، چې د ریس د دفتر له خواته ورته ښایسته رنګینه پرده پرته وه ، ملګری مې بندې دروازي ته ورنږدي شو ، ماته یې غږ کړ:

ـ هله ته راشه !

ـ څه دې مړه .

ـ هغه وګوره دا څه کوي .

ما پردې ته سر ورنږدې کړ ، نو ریس صیب! پردۍ زنانه سر توره ځانته مخامخ کینولې وه او دا ورته ولاړ وو، شیبه وروسته یې ښځه له لاس نه ونیوله او ځاتنه یې راغاړې ویسته ، ښه شیبه یې ښکل کړه ، بیا یې ځاتنه غیږ کې کینوله…… دا مې لومړی ځل وو چې داسې صحنه ګورم ، په بدن مې وېښتان نیغ ودریدل ، ویره راباندې راغله ما چې ملګري ته وکتل هغه هم زما په شان حیران ولاړ وو او ویل یې :

ـ دا څه کوي ! ؟ زه خو ډاریږم .

ـ زه هم تعجب یوړم ، چې دا څه روان دي .

دواړه له اطاقه بهر را ووتو ، د چمن خواته لاړو ، هلته مو خبرې کولې ، چې دا څه روان دي…..په دې کې تقریبا نیم ساعت تیر شو ، چې ریس صیب ماته راغږ کړ:

ـ ته دلته راشه ! .

ورغلم ، د هغه څیرې نورې ، نورې کیسې کولې …..ما ورته وویل:

مهربانې څه مو ویل :

ـ ته وګوره ! په جیب کې سل کلدارې لري ، ماسره ماتې نشته !؟

ـ هو شته راسره څه پري کوي؟

ـ غلی شه مړه ، دې ناولې ته یې ورکوم ، وایې چې د ریشکې کرایه راسره نشته دی .

           روپۍ مې ورکړې او زه ورنه راروان  شوم ، لږه شیبه وروسته جلۍ ووته او دروازه مې ورپسې وتړله ، چې بیرته راغلم ، نو هغه ملګری مې سټډیو ته تللی وو او ریس په دروازه کې ولاړ وو، ماته موسکی شو ، ما هم ورته وخندل او ورته ومې ویل:

ـ څه کیسه وه ؟

ـ مړه دا ناولې چا معرفي کړي وه ، چې دلته به راډیو کې درسره کار کوي ، هغه چې راغله نو دومره کریمونه او پوډر یې وهلي وو ، چې حال مه وایه .

ـ ها ها ها  ، نو دا روپۍ دې د څه لپاره ورکړې؟

ـ ها هاها ته هم ډيرې پوښتنې کوي ، ویل یې چې د ریشکې کرایه راسره نشته دی .

ـ څه خو به دې ورته ویلې نه وي؟

ـ هاهاها ، چې اطاق ته رادننه شوه ، نو خندل یې ، خبرې مې ورسره شروع کړې ، ګډې وډې خبرې یې کولې ما ورنه پوښتنه وکړله چې مخکې دې چرته کار کړی دی ، نو هغې راته وویل:

ـ هو ډیر کار مې کړی ، خو په فلانۍ راډيو کې هغه فلانی نه دی ، هغه ډیر وران دی ، جینکۍ به ورته راتللې او ……

ـ نو هغه ماپوري څه اړه لري !؟

ـ هسې رایاد شول ، هلته مې یو څه وخت کار وکړ ، چې دا حالات مې ولیده ، نو ښه راته ښکاره نه شوه ، چې هلته پاتي شم .

ـ ته بیا د هغې خبرې کوي ، هغه پریږده ، دلته موږ سره کومه خپرونه چلولی شي که نه !؟

ـ ولې نه ، سهار نه تر غرمې پوهنتون ته ځم او بعد له وخته کولای شم چې هره ورځ راشم…..

دې خبرو کې یې نوري ، نورې اشارې هم کولې ، اخیر زما هم زړه ورته راتنګ شو او راغاړې مې ویسته ، هیڅ یې هم ونه ویل ، بیا مې ور بند کړ ، ښه مې وزوروله ……..

هاهاها هو کنه زه یو وخت هغه کوټې ته دننه شوم ، چې ومې کتل غیږکې دې روانېولې وه ، دا کارونه مه کوه مړه .

ـ ته هم پوره شي یې ، همدا یې غوښتل ، ناولې بیا تله نه ،  روپۍ یې غوښتلې ، چې ریشکه کې لاړه شم .

ریس په دې ږخت کې سګرټ ولګاوه او هغه ملګری مې هم راغی ، ریس راته غلي وویل :

ـ غلی شه ! ګوره بل چاته ونه وایې.

ـ سمه ده ، نه یې وایم .

خپل همکار ته یې  ستړي مشي وکړل ، ریس خپل اطاق ته دننه شو ، زه او ملګري مې بیرته هغه خپل اطاق ته لاړو.

ما ځان سره فکر وکړ ، ښه ته به هم د چا لور یې ، د چا خور به یې ، په تابه د هغوي نوم بدیږي ، عجبه خلک دي د خپلې لور نه دا پوښتنه نه کوي چې تا دا ټوله ورځ چرته تیره کړه ؟

څه دې کول؟……

بل مهمه خبره دا ده ، چې د یوې کورنۍ مشر باید د خپلې لور ، خور او زامنو څارنه وکړي ، چې دوي څه کوي ، د چا سره خبرې کوي ، د دوي دوستان څه ډول دي

نن سبا اکثره جونې یو یا دوه مبایلونه لري ، د دې مبایلونو کریډيټ کارت له کومه کیږي ، دا مبایلونه یې له کومه کړل ، دا چې خراب شي څنګه یې جوړوي ، د دې چارجراو بټري له کومه کوي …..

خو هغه کورنۍ چې د خپلو لوڼو، خویندو او میرمنو دا ډول کردار ته پاملرنه نه کوي دوي په واقعیت کې ترټولو بد خلک دي ، یا هغه کورنۍ چې ښه پوهیږي، د دوي د کورنۍ غړي یا اولادونه په دغه شان اخلاقي فساد کې اخته دي او بیا هم ورته څه نه وایې د دوي نه به نور ګنده او سپک خلک نور کوم وي!؟

رسنۍ باید د ټولنو د اصلاح لپاره کار وکړي ، ژورنالیستان او خبریالان باید د نورو مشکلاتو د حل لپاره هڅه وکړي ، دا چې یو شمیر بې وجدانه چارواکي او د رسنیو مسولین او کارمندان په دې لوی اخلاقي فساد کې راښکیل دي ، نو د دوي مخه نیول پکار دي ، په دې ډیرو مشکلاتو اکثره د دې مسلک لارویان خبر دي ، خو نه پوهیږم چې د دوي مجبوریت څه دی چې خپلې خولې یې ګنډلې او سترګې یې تړلې دي !!؟

لیکوال : استاد عزیز

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.