The news is by your side.

کرونا وایرس پر تاج محل هم برید وکړ او بندشو

خبریال ویب پاڼه / د هندوستان  حکومت اعلان وکړ چې نور به سیلانیان د تاج محل نندارې ته نه ځي؛ دا غږ دهند حکومت د کرونا وایرس د کنټور په موخه کړی دی .

د هند  پلازمېنينوي ډیليته څېرمه په اګره کې آباد تاج محل چې د مینيیوه نړۍ واله نښه بلله کېږينور د سیلانیانو پر مخ بند کړل شو او تر بل اعلانه به څوک ددغه ښکلي ځای ننداره ونه کړای شي .

تاج محل چې د حکومت او ډېرو نورو کسانو لپاره یوه عایداتيمنبه هم وه ؛ د اګرې اقتصاد ته سخت زیان رسولای شي‌.

په هند ډیليکې د خبریال ډاټ کام همکار سلطان ترکی د ځاييچارواکو له خولې واييچې تاج محل ته به هره ورځ‌ (۲۰۰۰۰) زره کسان د سیل په موخه ورتلل چې لویه برخه یې بهرنيسیلانیان وو.

دغه سیلانیانو به تاج محل کوت او ورسره به د شاوخوا سیمي د هر ډول کاراوببار له پاره د عایداتو یوه منبه وه .‌

کرونا وایرس چې په نړۍ واله کچه یې مینه ؛سپورت ؛تعلیم او تربیه؛سیاست؛  اقتصاد ؛ ټولنیزياړیکې ؛ روغتیا ؛ نړۍ مسافرت او سیاحت سره سره یې مذهبي برخه سخت زیانمن کړي لا اوس هم په پراخه کچه مخ په پراخېدو دی .‌ تر دم ګړیه یې (۱۹۴۷۲۷)‌ کسان نیولياو (۷۸۹۶)  یې وژليدي‌.

ټوله نړۍ ددغه وایرس په خلاف را ولاړه شوې خو لا هم له کنټروله بهر ښکاري‌. ددغه وایرس قربانیان اکثره د لوړ عمرلرونکيوګړي دي ؛ خو د عمر په اندازه یې د اخته کېدلو کچه او فیصديهم همدومره ده .

د هند د تاج محل پرته د نړۍ په لر او بر کې د سیل او سیاحت ځایونه ټول اوس د انسانانو د ورتګ انتظار باسي‌.

هر نوعه سپورت زیانمن دی او هیڅډول لوبينه تر سره کېږي؛ یو انسان بل انسان ته لاس نه ورکوي او دغاړيورکولو خو سوال هم نه پیدا کېږي‌.

اقتصاديستونزي، لوی او واړه کاروبارونه سخت زیانمن شويدي‌.

ډله ایز عبادتونه بند شوي ، او ډله ایزه غونډياو را ټولېدنې پر مخ اوردول شوې دي .

کرونا اوس د نړۍ لپاره یو سترعذاب دی او تر ډېره بریده د نړۍ ستر هیوادونه ددغه عذاب د کنټرول لپاره راوتليدي؛ بیا هم دا وبا لا نه ده کنټرول شوې ، البته یوازيچین چې په لمړيځل دا وایرس په کې پیدا شو تر دم ګړیه توانېدلی چې دا مرض کنټرول کړي

   

      

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.