The news is by your side.

افغانستان کې د ښځو خلاف تاوتریخوالی زیات شوی

خبریال ویب پاڼه / راپورونه کاږي چې په سویل ختیځ زون کې د تېر کال په پرتله د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی.

په دې زون کې د بشر حقونو سیمه ایز دفتر مسوولین وایي د دې زون دوه ولایتونو پکتیا او خوست کې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د تیر کال پرتله زیاتې شوې دي او دوی یې اندېښمن کړي .

پکتیا کې د ښخو چارو ریاست مسولین هم د ښځو پروړاندي تاوتریخوالي د زیاتولي خبره مني او زیاتوي  د کموالي لپاره یې باید همکارې ادارې ورسره په دې برخه کې  مرسته وکړي.

په سویل ختېځ زون کې د بشر حقونو د ګردېز سیمه ایز دفتر میرمنو څانګې مشره زرمینه شمس وايي چې د یاد زون په دو ولایتونو پکتیا او خوست کې د تېر کال په پرتله د میرمنو د تاوتریخوالي په قضیو کې لس سلنه زیاتوالی راغلي او په خبره یې تر دې دمه ورسره ۴۱۵ تنه  میرمنو سره د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوې دي، چې دوی یې سخت اندېښمن کړي.

پېښي !

9 د قتل قضیې

239 قضیې  یې د کورني تاوتریخوالي له امله د ځان وژنې هڅه کول

22 قضیې د ټپي کېدو

او  86 قضیې  د وهلو او ټکولو او پاتې نور یې هم بېلا بېلې د تاوتریخوالي قضیې دي.

په ورته وخت کې د پکتیا ښځو چارو رییسه نسرین اوریاخېل هم مني خو وایي تر پخوا دې میرمنو سره د تاوتریخوالي قضیې پټې پاتې شوي خو عامه پوهاوی ددې لامل شوی چې اوس میرمنو سره د کېدونکي تاوتریخوالي پېښې له اړوند مسوولو ادارو سره شریکې کړي.

پکتیا کې ځينې میرمنې بیا وایي د تاوتریخوالي پېښې په لرې او پرتو سیمو کې تر سره کیږي چې مسوولې ادارې یې باید د مخنیوي لپاره زیاته هڅه وکړي.

د بشري  حقونو د دفتر د مسوولینو په خبره یادې قضیې یې د یادو دوو ولایتونو د محدودو سیمو څخه تر لاسه کړې او زیاتې هغه سیمې چې دي د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي شاید له میرمنو سره د تاوتریخوالي قضیو فیصدي تر دې څو چنده پکې لوړه وي

دا په داسي مهال ده د نړی په کچه په  افغانستان کې د ښځو پر وړاند ي تاوتریخوالی شمیر زیات دی.

څه موده مخکې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون لخوا د د ښځو پروړاندي تاوتریخوالي عامه پوهاوي په پار  16  وځنی کمپاین پیل شو

د بشري حقونو کمیسیون شمیرې ښيي چې د 1398  کال په لومړیو اوه میاشتو کې د ښځو پړوړاندي  د تاوتریخوالي پیښې 2762 په بشري حقونو کمیسیون کې ثبت شوي چې د تیر کال پر تله 8.2   سلنه زیاتوالی ښيي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.