The news is by your side.

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سلنه لوړ شوی

خبریال ډاټ کام/د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د تېر کال په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۱ سلنه لوړه شوې ده.

روان کال د خبریالانو په وژنو کې کموالی راغلی خو په رسنیز ډګر او د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزو او تاوتریخوالي کې بیا په کم سارې توګه زیاتوالی راغلی دی چې دا د خبریالانو لپاره په یوه ستره ننګونه اوښتی دی. د افغان خبریالانو د مرکز مشر ښاغلي احمد قرشي پرون سه شنبه د خبریالانو د ملي ورځې په پار جوړې شوې غونډې ته په خپل کلني راپور کې وویل چې تېر کال چې یو څه ورځې یې لا پاتې دي، پینځه خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په ترهګریزو او جنایي پېښو کې وژل شوي دي.

په ۲۰۱۸ ز کال کې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د خبریالانو پر وړاندې څو خونړیو بریدونو د ګڼ شمېر خبریالانو ژوند واخیست. دا په داسې حال کې ده چې هر کال د کب میاشتې ۲۶ مه نېټه د خبریال د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي.

د تېر کال په وژل شویو کسانو کې دری یې خبریالان، یو تخنیکي او یو امنیتي کس وژل شوی دی. په همدې کال کې کابو ۲۲ کسه خبریالان ټپیان شوي هم دي. د ښاغلي قرشي په وینا تېر کال د خبریالانو پر وړاندې ۶ د وهلو او ټکولو، ۴ د رسنیو پر وړاندې د وسلوال هجوم ور وړلو، ۲۸ د ګواښلو، د سپکاوي ۳۲، د تښتونې ۱۱ او د بندي کولو ۸ پېښې ثبت شوې دي.

د یاد شوي بنسټ د معلوماتو له مخې په ۲۸ ګواښوونکو قضیو کې ۸ قضیې د دولت، پینځه د طالب اورپکو، ۶ د نامعلومو کسانو، ۵ د زورواکو او ۴ نورې د پولیسو په لاس لرلو تورن شوي دي.

د ولسمشرۍ دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش چې د همدې غونډې برخوال ؤ، خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه جوړه شوې او په نیږدې راتلونکي کې به دغه ټول مواردو د یوې غونډې په ترڅ کې وڅاري.

د خبریال د ورځې نمانځې په غونډه کې یو شمېر خبریالان هم د غوره خبر رسونې او ښو چوپړتیاوو په پار وستایل شول. په هېواد کې روانې بدمرغۍ تر بل هر وخت او هر ځای زیات د خبریالانو ژوند ګواښلی دی. په دولتي ادارو کې تل اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله ډېری وخت له خبریالانو سره تشدد او زیاتی شوی دی. ډېری یې وهل شوي، رټل شوي او بندیان شوي هم دي.

هېره دې نه وي چې ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل یوه ځانګړي پیغام کې ټولو خبریالانو ته د دوی د ورځې مبارکي ویلې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.