The news is by your side.

جوماتونو کې د فاتحې مراسم وځنډول شول

د حج او اوقافو وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي لپار په ټولو جوماتونو کې د فاتحې اخیستو مراسم ځنډولي .

د حج او اوقافو وزارت وزیر عبدالحکیم منیب وایي، دغه ګام یې د یو شمېر دیني عالمانو سره تر سلاه مشورو وروسته اخیستی دی.

د هغه په وینا د همدې پرېکړې پر اساس په ټولو خطیبانو غږ کوي، چې په جوماتو کې د فاتحې مراسم وځنډوي او له دې وروسته دې په جوماتونو کې باتحه نه اخستل کېږي.

دغه راز د حج او قافو وزیر له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس خپرېدو ته په کتو د حکومت او عامې روغتیا وزارت سپارښتنې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړه، ټول خلک دې د ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره یو تربله له لاس ورکولو ډډه وکړي او هغه کسان چې زکام وي او د کرونا ویروس نښې نښانې په کې لیدل کېږي، د جماعت په لمونځونو کې دې ګډون نه کوي.

ښاغلي منیب د جوماتونو له امامانو او دیني عالمانو وغوښتل چې، د جمعې د لمانځه په خطبو کې د کرونا ویروس په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او نورو لمونځونو کې دې قرائتونه مختصر کړي.

په همدی حال کې افغان حکومت په هرات کې  کرونا د خپرېدو د مخینوی لپار د دغه ولایت لپاره څلور سوه میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

ولسمشر غني د عامې روغتیا له وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز سره ویډیويي کنفرانس کې ویلي، چې حکومت د کرونا د کنټرول لپاره هرات ته ۴ سوه میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د دغه پیسو د لګښت او نظارت لپاره به یوه عالي شورا هم جوړه شي او دغه راز یې سپارښتنه کړې، چې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره باید په هرات کې عملي او عاجل اقدامات تر سره شي.

دغه راز ولسمشر دا سپارښتنه هم کړې، چې په هرات کې باید د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په پار خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې هم جدي اقدامات وشي.

د هرات لپاره د کرونا ویروس د مخینوي لپاره دغه پیسې په داسې حال کې ځانګړې کېږي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ۱۳ مثبت پېښې ثبت شوې او د ټول هېواد په کچه دغه پېښې ۲۲ ته رسېدلي دي.

له هرات وروسته، په لوګر، کاپیسا، سمنګان، بلخ، دایکنډي او بادغس ولایتونو کې هم د کرونا مثبت پېښې ثبت شوې، چې همغه ۲۲ پېښو کې شاملې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.