The news is by your side.

پوهنې وزارت د یو شمېر اړینونو اصلاحاتو په راوستو کار پیل کړی

خبریال ډاټ کام : نوی ښوونیز کال به پوهنې وزارت لخوا د زدکړې برخه کې له یو لړ مثبت بدلونونو سره پیل شي.

پوهنې وزارت د ولسمشر غني په لارښونه له څه مودې راهیسې ښوونیز برخه کې د یو شمېر اړینونو اصلاحاتو په راوستو کار پیل کړی،

ولسمشر غني د پوهنې وزارت رهبرۍ سره د ویډیو کنفرانس له لارې ناسته کې  د دغو ښوونیزو اصلاحاتو پر پلې کېدو ټینګار کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د پوهنې وزارت رهبرۍ ته سپارښتنه کړې، چې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دې دغه اصلاحي کڅوره ښونیزو بنسټونو کې ګام په ګام تطبیق کړي.

ولسمشر همداراز د پوهنې وزارت مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس له وجې د ښوونځیو د رخصتۍ پر مهال دې د پوهنې ټلویزیون له لارې د لېرې زدکړو په خپرولو سره زدکوونکي بوخت وساتي.

نوموړي ویلي چې د زدکوونکو د تدریس لړۍ دې جاري وساتل شي، او د کرونا ویروس د رخصتۍ پر مهال او د دغې رخصتۍ د غځېدو په حال کې دې د زدکوونکو د بوخت ساتلو په خاطر د تدرس پر مشخصو برنامو کار وشي.

ولسمشر غني ته د پوهنې او روغتیا مسله لومړیتوب دی، او له همدې وجې یې پوهنې وزارت ته لارښونه کړې، چې هرات کې دې له لېرې واټڼ څخه د زدکړو په ځانګړو خپرونو کار وکړي، ځکه هرات ولایت کې د کرونا ویروس له امله د زیان اوښتو اټکل ډېر دی.

یادونې وړ ده چې  د افغانستان د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ په هېواد کې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د یوې میاشتې لپاره د کرونا له وېرې ځندولی و.

په روانه اونۍ کې د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یونسف ویلي و، د کرونا ویروس له وېرې نړۍ کې ۴ سوه میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي.
له همدې سره سم یونسکو د انلاین زده کړو لپاره د چین له لوري د رامنځته شوي ډین ټالک مخابراتي سافټوېر کارولو وړاندېز کړی دی.
کرونا د لومړي ځل لپاره د چین په واهان ایالت کې ولګېده، چې له هغې وروسته ایران او دا مهال د نړۍ ۱۲۲ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې هم تر دا مهال د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې، له هرات وروسته، په لوګر، کاپیسا، سمنګان، بلخ، دایکنډي او بادغس ولایتونو کې هم د کرونا مثبت پېښې ثبت شوې، چې همغه ۲۲ پېښو کې شاملې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.