The news is by your side.

چین د ټرمپ سپکاوي را پارولی دی

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې ټرمپ په خپل یوه ټویت کې کورونا ویروس په چینایي ویروس یاد کړ، چین پرې خپله غوسه ښکاره کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شانګ د سه شنبې په ورځ په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ښاغلي ډونال ټرمپ لخوا دا ډول نومونه چین بدناموي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ پرون په خپل ټویټ کې له هوایي شرکتونو سره د مرستې په پار ویلي وو چې متحده ایالتونه له ټولو هوایي نورو هغو شرکتونو سره مرستې ته چمتو دي چې د چینایي ویروس له امله زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره اونۍ هم د یو کس ټویټ بدرګه کړی ؤ چې کورونا ته یې د چینایي ویروس اصطلاح کارولې وه. کورونا دمګړۍ د امریکا ټولو ایالتونو ته خپور شوی دی او پر دغه ویروس له ۴۲۰۰ اخته شویو کسانو سربېره ۸۰ کسان یې په ټوله امریکا کې وژلي هم دي.

په ورته وخت کې یو شمېر امریکایي سیاستوالو، فعالانو او روغتیا پالانو هم د ټرمپ لخوا د یادې شوې اصطلاح کارونه نا مناسب کار بلل شوی دی. ښاغلی ټرمپ چې په نړیواله کچه په ډېر ټویټ کولو او وخت ناوخت له رسنیو سره پر ناندریو هم مشهور دی، ډېری وخت په خپل ټویټر را باندې د یو شمېر رسنیو غندنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا کورونا د (کویډا۱۹) په نوم یادوي. څو میاشتې وړاندې دغه وژونکي ویروس د چین په ووهان ښار کې را پیدا شو او د چین زرګونه کسان یې ووژل او تر اتیا زره زیات ورباندې اخیته شول چې ویل کېږي اوس له ۶۰ زره څخه زیات ناروغان یې جوړ شوي او په دغه هېواد کې د کویډا۱۹ مثبتې پېښې هم کابو صفر ته رسېدلې دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم پر ټولو غږ کوي چې د دې وبا ناروغۍ له ناسمو نومونو څخه دې لاس واخیستل شي او ګډې مبارزې ته دې نړیوال خپلې لېچې را ونغاړي.

کورونا ویروس په خورا چټکۍ د نړۍ ګوټ ګوت ته ورسېد او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اوس مهال د نړۍ په کابو ۱۵۲ هېوادونو کې کورونا ویروس خپور شوی دی.

له چین وروسته ایران او ایتالیا کویډا۱۹ ته زیاتې قربانۍ ورکړې دي. په ایران کې د تر ۹۰۰ زیات کسان وژلي او په زرګونه نور پرې اخته دي. په دغه هېواد کې کورونا لا هم په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او د ایران مذهبي مشر پر نړیوالو غږ کړی چې له هېواد سره یې په روغتیایي برخه کې مرسته وکړي.

تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې ۷۴۰۰ کسانو د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۸۷ زره ډېر کسان پرې اخته دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance