The news is by your side.

کورونا پاکستانۍ کلداره نوره هم پر ځمکه ووهله

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې کورونا د نړۍ له نورو هېوادونو سربېره د پاکستان پولې هم کراس کړې، په دغه هېواد کې یې کلداره د ډالر پر وړاندې اغېز نور هم پر ځمکه را وپرځوله.

ویل کېږي اوس مهال یو ډالر د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې په ۱۵۹ کلدارې بدلېږي. د نړېوالې وبا په خپرېدو سره نړیوال بازارنو له خوار متزلزل حالت سره مخ دي، خو په سیمه کې یې د پاکستانۍ کلدارې او اقتصادي ځوړ جرړې وویستلې.

د کوزې پښتونخوا یو شمېر تاجران د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې را لوېدل بهرنیو ملکونو ته د سفر کولو بندیز دی. وړمه ورځ د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان پر نړیوالو غږ وکړ چې د پاکستان پورونه دې د کورونا ویروس د خپرېدو او په دغه هېواد کې د زیاتو کسانو د اخته کېدو له امله معاف کړي. هېره دې نه وي چې ښاغلی عمران خان تازه چین ته تللی دی څو د دغه هېواد له ولسمشر سره وګوري او پاکستان ته د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزې ته د هغوی پاملرنه را واړوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په پاکستان کې د ډالر پر وړاندې د کلدارې بیه ۱۵۴ ته را ښکته شوې وه خو روانه اونۍ د کورونا ویروس د خپرې شوې وېرې له امله دغه مقدار ۱۵۹ کلدارو ته رسېدلی دی.

په پاکسان کې د اقتصاد یو شمېر پوهان وایي چې د ونډو بازار وار له مخې د وېرې او فشار ښکار ؤ خو په پاکستان کې د کورونا ویروس د ناروغانو له زیادښت سره دا حالت نور هم د ستونزو خوا ته لاړ.

د اقتصادي چارو کار پوهان په دې اند دي چې د کلدارې په جګېدو سره په دغه هېواد کې د وارداتو بیې هم لوړېږي او پاکستان له ستونزو سره مخ کولی شي.

پاکستان چې ډېری حکومتي چارې یې د دغه هېواد استخباراتي اداره مدیریت کوي، په تېرو څو کلونو کې له اقتصادي انزوا سره مخ دی. د چارو شنونکي وایي چې پاکستان په منځنۍ آسیا کې د ترهګرۍ ستر تمویلوونکی هېواد دی چې پر ترهګرو ډلو ټپلو باندې هم خورا زیات مصرفونه کوي. افغانستان هم د دوی له شومو اهدافو اغېزمن شوی دی. یو شمېر اقتصادي ماهرینو په وینا د پاکستان ملت بډای دی خو حکومت یې ټوله بودیجه په جنګ او استخباراتي چارو لګوي نو ځکه وخت ناوخت له اقتصادي ناببر حالت سره مخ وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.