The news is by your side.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

خبریال ډاټ کام/د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

په داسې حال کې چې پرون سه شنبه تر سهاره پورې د کورونا ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له هغې را وروسته په ټولو هېواد کې له روغتیایي فعالیتونو او له ایران څخه پر راستنېدونکو کسانو کې هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. کورونا ویروس چې د روغتیا نړیوال سازمان یې په (کویډا۱۹) باندې نوموي، له چین څخه ایران او له هغه ځایه د نړۍ ۱۵۲ هېوادونو ته ورسېد او تر یو ۱۸۷ زره بره کسان پرې اخته شول.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په دوو جلا ویډیي پیغامونو کې ملت ته وینا وکړه او د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې ګڼ موضوعات له هېوادوالو سره شریک کړل. نوموړي وویل چې کورونا سره مبارزې ته ټول اړین چمتووالی نیول شوی دی او پرې به نه ږدي چې په یو هېوادني ناورین بدل شي.

ښاغلي غني په دې برخه کې د چین او هند یادونه وکړه چې د ویروس د خپرېدو په صورت کې به له یادو شویو هېوادونو سره چې له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې لري، د مرستې او تجهیزاتو غوښتنه کوو. ده زیاته کړه چې د هرات لپاره یې د دولت له بودیجې ۴۰۰ ملیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي څو وکولی شي په دغه ولایت کې د کورونا د ټولو مشکوکو پېښو او له ایران څخه د را ستنېدونکو هېوادوالو درملنه او چک اپ وکړي.

نوموړي هېوادوالو ته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د بازار د کنټرول تضمین هم ورکړ او په خبره یې اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د دولت له ستراتیژیکې بودیجې څخه ۲۴ زره ټنه غنم پر اړمنو کسانو وویشي. ولسمشر همداراز وویل چې ټول عمده ګمرکونه د افغان تاجرانو پر مخ خلاص دي او دوی کولی شی شپه او ورځ خپل مواد را وارد کړي. ده پر هېوادوالو غږ وکړ چې د جلابانو فرېب و نه خوري او پر حکومت تکیه وکړي ځکه په خبره یې افغانستان لومړنیو توکو په برخه کې له هېڅ راز کمي سره مخ نه دی.

د کورونا پر وړاندې وېره هغه مهال زیاته شوه چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو ګراف لوړ شو او یو شمېر ناروغان خو تر خپلو لرې پرتو سیمو او ولایتونو پورې هم ورسېدل، چې له ډلې یې په لوګر کې پر کورونا ویروس اخته شوي کسان د یادونې وړ دي.

افغانستان یو بېوزله او د نورو هېوادونو پر مرستو ولاړ هېواد دی چې په نا ببرو اقتصادي حالاتو کې د عام ولس اندېښنې را پورته کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.