The news is by your side.

افغانستان کې د نیالګیو کښېنول

خبریال ویب پاڼه / نن چهارشنبه د روانې کب میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغان سمون ټولنې یو شمېر غړو د دارلمان د قلعه مسلم پر غونډۍ لسګونه نیالګي کېنول.

د دغه ټولنې مشرتابه غړو او ځوانانو د یو ګډ اشر په ترڅ کې د سولې، د کورونا ویروس د مخنیوي او دغه راز د پاک او سرسبزه چاپېریال لرلو په پار یاد شوي ځای کې نیالګي کېنول. د ټولنې یوې غړې آغلې ملالۍ شینوارې وویل چې په اوس وخت کې موږ ته تر بل هر څه زیات د سولې، پاک چاپېریال او دغه راز د کورونا په څېر وبا ناروغیو سره ګډې مبارزې ته اړتیا لیدل کېږي.

وړاندې د افغان سمون ټولنې رییس ښاغلي امین الله شارق وویل چې افغان سمون ټولنه په ټولو هغو چارو کې چې د وطن او هېوادوالو په کې خیر وي، فعالیت کوي. نوموړي زیاته کړه چې د نیالګیو له پروګرام وړاندې افغان سمون ټولنې د سولې لپاره د افغان سیاسیونو، مدني نسټونو او دولت د بسیج کولو لپاره خورا زیاتې هلې ځلې کړې دي.

تېره اونۍ افغان سمون ټولنې د (په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو طرحې) تر سرلیک لاندې مطبوعاتي کانفرانس درلود او په دغه کانفرانس کې یې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ چې په جګړه د افغانستان برخلیک نه شي اوښتی او په کار ده چې دغه اوده جګړه یو بل ته په انعطاف ښودلو سره ختمه او د سولې فضا حاکمه کړي.

افغان سمون ټولنه په داسې حال کې د نیالګیو کېونولو او د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې کمپاین کوي چې یاد شوي ویروس ټوله نړۍ کې وېره خپره کړې ده. کورونا تر دې مهاله د نړۍ له ۱۵۲ ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی چې په دې وروستیو کې یې د د قربانیو ګراف هم په کم سارې توګه لوړ شوی دی.

په سیمه کې ایران اوس مهال دغې وبا ناروغۍ ته تر نورو زیاته قرباني ورکوي. د تازه معلوماتو له مخې ویل کېږي چې نن په خورا چټکۍ د دغه ویروس له امله د مړینې ګراف لوړ او له ۹۰۰ څخه ۱۱۳۵ کسانو ته پورته شو.

هخوا پاکستان کې هم د کورونا ناروغان کابو دوه نیم سوو ته ورسېدل. په افغانستان کې که څه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده خو ویل کېږي چې نن په غور کې ایران نه راغلي دری افغانان د نا معلومو دلایلو له امله مړه شوي دي.

افغان سمون یو ټولنیز بنسټ دی چې له فرهنګي او ټولنیزو چارو سربېره پر حکومت باندې د اړتیا پر مهال د چارو د ښه ترسره کولو په موخه مثبت فشار هم واردوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.