The news is by your side.

د کرونا ویروس افغان کډوالو برخلیک سره څه وکړل

خبریال ویب پاڼه / د کرونا ویروس خپریدو وروسته سل زره  افغان کډوال  افغانستان ته بیرته راستنه شوي دي بل خوا بیا پاکستان افغانکډوالو د بیرته ستنیدو بهیر وځنډو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عاليکمېشنرۍ  ویلي دي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ځنډولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عاليکمېشنرۍ له هغو افغان کډوالو سره ځینې مالي مرستې کوي چې په خپله خوښه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستنیږي دغې ادارې په یوې خبرپاڼه  کې لیکلي  دي چې دا بهیر تر امر ثاني پورې ځنډول شوی دی.

ددې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغې ادارې د پاکستان په اذاخیل، نوشهره، خیبرپښتونخوا، بلالي او په کوټه بلوچستان کې خپلې ادارې تړلي او همدغه راز په افغانستان کې یې هم هغه څانګه تړلې چې له پاکستان څخه ورتلونکو افغان کډوالو ته یې نقدې پېسې ورکولې.

د کروناویروس له کبله افغانستان ته په خپله خوښه د راستنېدونکو کډوالو شمېر هم کم شوی دی. په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې یوازې نهه کورنۍ په خپله خوښه له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته ستانه شويدي.

له دې څخه وړاندې بیا پاکستاني چارواکو په حواله باندې راپورنه خپاره شول چې پاکستان لس تنه هغه افغان ګډوال چې د کرونا ویروس نښې نښانې لیدل شوې وې افغانستان ته لیږلي دي.

خو له دې ټولو سره سره بیا پاکستان هم ددې ویروس د مخنیوي لپاره له افغانستان سره ټولې پولې تړلي دي.

بل خوا بیا ایران څخه  تر اوسه پورې  هر ورځ زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته راستنیږي

چې تراوسه شاوخوا سل زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوي دي

خو د کډوالو چارو وزارت وايي بیرته راستنه شوي کډوالو ته ځانګړي پلانونه تنظیم کړي دي

اوس مهال په ایران کې 2.5 میلیون افغان کډوال شتون لري چې شاوخوا سل زره یی بیا افغانستان ته راستنه شوي دي چې زیات شمیر یي فامیلي دي

او په پاکستان کې بیا 2.4 میلیونه کډوال دي چې له ډلې یی 1.3 میلیونه یی شناختي کارټ لري او پاتې 1.1 میلیون نورې یي شناختي کارټ نه لري

اوس به ولیدل شي چې د کرونا ویروس د دغه زیات شمیر کډوالو برخلیک څنګه کیږي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.