The news is by your side.

د پاکستان ولسمشر: موږ افغان جګړې سخت زیانمن کړي یوو

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان ولسمشر عارف علوي د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره چې په رسمي سفر اسلام اباد ته تللی، د سفر پر درېیمه یې له علوي سره لیدلي.

عارف علوي د ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ناسته کې ویلي، موږ افغان جګړې سخت زیانمن کړي یوو، نو ځکه د هفغان سولې بهیر نه کلک ملاتړ کوو.

ښاغلي علوي ویلي، پاکستان افغانستان سره په هر اړخیزه همکاریو کې ژمن دی او افغانستان سره به همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ته لا دوام ورکړي.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته ویلي، چې دوی د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي او د افغانانو تصمیم او پرېکړې ته احترام لري او عبدالله ته یې نیکې هیلې وړاندې کړي چې په مشرۍ یې روانې هڅې د افغانستان د سولې لپاره مثبته پایله ورکړي.

نن درېیمه ورځ ده چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس پاکستان کې دی، ښاغلی عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته په سفر تللی.

ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته د سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او چارواکو سره لیدنه وکړه، قریشي ورته ډاډ ورکه، چې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي، افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده، د افغانستان له جګړې موږ هم زیانمن شوي یوو.

عبدالله پرون د سفر پر دویمه ورځ د پاکستان د سنا مجلس له رییس او د لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او د افغان سولې پر سر او د افغانانو خپل منځي خبرو په تړاو یې خبرې وکړې.

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي چې له افغان جګړې دوی زیانمن شوي، خو په داسې حال کې چې په پاکستان کې ترهګر پټنځایونه لري، هلته روزل کیږي او افغانستان ته د جګړو او بریدونو لپاره رالېږل کیږي او د پاکستان په مهمو ښارونو کې طالبان هم وخت نا وخت را غونډیږي او افغانستان کې د پاکستان له خاورې د جګړو اعلانونو کوي، خو د پاکستانیو چارواکو یادې څرګندونې افغان ولس چې د جګړې لوی قربانیان دي، په خوله خواږه او په زړه کاږه بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.