د ننګرهار نظامي هوایي ډګر پر ملکي هوایي ډګر بدل شول
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت هوایي ډګر له ملي اردو څخه د ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپارل شو او نور به ترې ملکي الوتنې پیل شي.
د ننګرهار ولایتي ادارې د هوایي ډګر له ملکي کېدو او دا چې چارې به یې د ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپارل شي مننه وکړه.
ټاکل شوې چې دفاع وزارت به د ننګرهار هوایي ډګر د ملکي هوایي چلند ادارې ته وسپاري او د تخنیکي ډلې له ارزونې او تنظیم وروسته به ترې ملکي پروازونه پیل شي.
د ننګرهار هوایي د ملي دفاع وزارت سره وو او یوازې ترې د افغان پوځ د الوتنو لپاره کار اخیستل کېده.
ننګرهار کې همدا رنګه د ولسمشر په امر د ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړولو لپاره ټاکل شوی چې لا یې د جوړولو چارې نه دي پیل شوي او څو میاشتې وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له لوري یې رسماً د جوړولو پټۍ پرې شوه.
ختیځ کې د ګمبیري پر ډاګ د هوایي ډګر د جوړولو طرحه د هغه ماسټر پلان پر خلاف ده، چې له مخې یې د کونړ د سیند مخه پر ګمبیري ډاګ را ماتیږي او کرنیزې ځمکې خړوبوي.
د ګمبیري دښته یوه کرنیزه ساحه چې د کونړ د سیند پر اوبو خړوبیږي، جاپان الاصله افغان ډاکټر تیتسو ناکامورا د ګمبیري ډاګ د خړوبولو لپاره د کونړ پر سیند کار کاوه او د کونړ د سیند زیاته برخه اوبه یې د ګمبیري پر ډاګ را ماتولې، خو مخکې د دې پلان د عملي کولو نه نوموړی د سیمې هېوادونو د استخباراتو له لوري په وسله وال برید کې ووژل شو.
د اشرف غني د دې پرېکړې پر خلاف کې پر ګمبیري ډاګ هوایي ډګر جوړوي د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د هوایي ډګر د جوړولو پر خلاف لاریونونه وشول او له اشرف غني یې وغوښتل جې د هوایي ډګر له جوړېدو وړاندې دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ پرې لا هم غوږ نه دی ګرولی.
خلک له حکومت غواړي چې ننګرهار کې دې پر ګمبیري ډاګ چې یوه لویه کرنیزه ساحه ده، هوایي ډګر نه جوړوي دا دې کرنې لپاره ځانګړې او ښېرازه کړي، په ننګرهار کې د روداتو ولسوالۍ اړوند لوی ډاګ او نورې لویې ساحې شته چې هوایي ډګر پرې جوړېدلی شي، خو حکومت لا دا وړاندیز هم نه دی منلی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.