The news is by your side.

عبدالله عبدالله: افغانستان ته ډک لاس له یو ښه پیغام سره راځم

خبریال وېب پاڼه/ د ملي پخلاینې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې اسلام اباد په رسمي سفر تللی ډېر ژر به خپل هېواد ته بېرته را ستون شي.

عبدالله عبدالله د مشعل راډیو له خبریال سره په خبرو کې وویل چې افغانستان ته خالي لاس نه ځي بلکې ډک لاس یعنې له یو ښه پیغام سره د ځي.

تېملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ دوشنبې پر ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړ.

ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته د سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او چارواکو سره لیدنه وکړه، قریشي ورته ډاډ ورکه، چې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي، افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده، د افغانستان له جګړې موږ هم زیانمن شوي یوو.

عبدالله پرون د سفر پر دویمه ورځ د پاکستان د سنا مجلس له رییس او د لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او د افغان سولې پر سر او د افغانانو خپل منځي خبرو په تړاو یې خبرې وکړې.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره لیدنه درلوده، علوي ډاکټر عبدالله ته زیاته کړه چې له افغان جګړې دوی سخت زیانمن شوي دي او د افغان سولې له بهیر او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

عارف علوي عبدالله عبدالله ته وویل، چې هڅه کوي افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ پراخې او پیاوړي کړي.

ښاغلی عبدالله عبدالله نن د پاکستان ولسمشر او نورو چارواکو سره له لیدنې وروسته بېرته هېواد ته را ستنیږي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د لیدنو مهالوېش کې ټاکل شوې وه، چې نوموړی به راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره هم وګوري، خو عبدالله عبدالله د درې ورځو په ترڅ کې سفر پای ته ورساوه او د قمر جاوېد باجوه سره یې ونه لیدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.