٥٨١ ننګرهارۍ مېرمنې د غالۍ اوبدلو له لارې د کورنۍ اقتصادي بوجونه سپکوي
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهارې١٤ ولسوالیو کې ښځو ته د غالۍ اوبدلو د صنعت پیل شوی.
٥٨١ ننګرهارۍ مېرمنې د غالۍ اوبدلو صنعت له لارې د خپلو کورنیو اقتصادي بوجونو ته اوږه ورکوي.
دا پروګرام د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست اړوند د کلیوالي ښځو اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې د ننګرهار ١٤ ولسوالیو کې ٥٨١ ښځینه او ٤١٩ نارینوو ته د غالۍ اوبدلو دستګاوې او اړین وسایل ورکړل شوي دي.
د غالۍ اوبدلو په هره دستګاه کې یو د غالۍ اوبدلو یو ښوونکی او دوه شاګردان کار کوي او له هرې دستګاه څخه د غالۍ جوړولو له لارې له ١٠ ترې١٢ زره افغانۍ عواید لاس ته راځي او د ډېرو بې وزلو کورنیو اقتصادي بوجونه سپکوي.
د دې يروګرام له لارې تر دې دمه یادو مېرمنو او نارینوو ٤ نیم زره متره په اوږدوالي غالۍ اوبدلې دي، د دې غالیو له لارې د غالۍ اوبدلو درې زره تنو ښوونکو او شاګردانو ته کاري فرصت برابر شوی او له دې لارې د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کولی شي.
دې غالیو ته بیا په هېواد دنده او بهر د مارکېټ او بازار پیدا کول د عواید د تر لاسه کولو بله غوره لاره ده.
اوس مهال د افغان ښځو او نارینوو له لوري د دوی په لاس جوړې شوې غالۍ او قالینې په نړۍ کې ګرم بازار لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.
د افغانستان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت اړوند د کلیوالي ښځو د پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې مېرمنو او نارینوو ته دستګاه ګانې او اړین وسایل ورکړل شوي، په زیات شمېر ولایتونو کې د غالۍ اوبدونکو له لوري ښې غالۍ او قالینې جوړې شوي دي او نړیوالو مارکېټونو ته هم وړاندې شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.