کابل پايتخت دی که د غلو ځاله؟
خبريال ويبپاڼه /پلازمينه کابل په يو داسي ويروونکي ځای بدل شوی دی چې له ماښام وروسته سړی د کابل په لارو کوڅو کې نشي ګرځيدای. که ګرځي هم بايد د زمري زړه ولري او يا په ځان ټول خطرنه ومني.
په کابل کې هره ورځ په زرګونو غله کابل ميشت وګړي لوټي ، وژني او په بيلا بيل ډول ځووروي.
حامد ګل چې د کابل په کارته نو سيمه کې ژوند کوي وايې د کابل له غلو سره د کابلو د پولپسو د حوزو اميرانو او ګڼو دولتي چارواکو لاس دی.
حامد ګل خبريال ويبپاڼې ته هغه کيسه چې څنګه يې کور ته غله ور اوښتي وو داسي بيان کړه(( ماخستن څه باندي يوه بجه به وو چې دربا شو ميرمن مې راته ويل چې څوک يې کورته را اوښتي ما هم سم دلاسه پلاستکي توپنګچي ته لاس کړ. په غلو مي زوره ناروه وکړه چې که رانيږدې شوی ولم مو ، د غلو چې پام شو چې توپنګچه راسره ده بيرته په ديوال واوښتل او وتښتدل.
حامد ګل وايې په دې سبا د نيږدي حوزي پوليس راغلل راته ويل يې چه په کور کې ناقانونه وسله ګرځوي ، ما چه هر څومره ورته وويل چې نشته نه منله ويل ماخستن ستاسو کره څوک راغلي وو هغه موږ نيولي هغوی راته ويل چې دې کور کې ناقانونه وسله شتون لري.
حامد ګل وويل زه پو شوم چې غلو پوليسو ته ويلي ژر مي هغه پلاستکي توپنګچه ورته را وخيسته، بيا يي هم زړه نه منله تر هغو چې ټول کور يې تلاشي کړ.
جالب داده چې حامد ګل وايې پر دا سبا ماخستن بيا غله راغله پر مايې بريد وکړ زخمي يې کړم ، راته ويل يې چې ته موږ په پلاستکي توپګنچه ډاروي، سپکي سپوري يې راته وويلي.
په کور شته نغدي روپۍ او د ميرمني طلا يې هم رانه يوړه.
بايد وويل شي يوازي حامد ګل نه دی چې له دا ډول کيسه سره مخ کيږي بلکي په کابل کې بي شميره داسي کابل ميشتي وګړي شته چې په ورځني ډول له داسي پيښو سره مخ کيږي.
بلال احمد هم ورته د ژوند يو کيسه لري هغه وايې چې غلو په رڼا ورځ تيري موبايل تښتول خو د خلکو په رش کي راګير شو. پوليسو ته مو وسپارل بلال ااحمد وايې تر څو چې موږ حوزې ته ورتله پوليسو بيا غل خوشي کړی وو.
بلال احمد وايې چې د کابل پوليس په مستقيم ډول له غلو سره لاس لري دد په خبره چې غله پوليسو او د پوليسو چارواکو ته خپله برخه ورکوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.