The news is by your side.

لندن کې د کنځلو له امله طوطيان له پارک څخه وشړل شول

خبريال ويبپاڼه /په لندن کې: په تیرو ورځو کې پنځه خړ افریقایي طوطيان د برتانیې د کورنۍ له سفاري پارک څخه وویستل شول ځکه چې دوی نه یوازې دا چې ناوړه ښکنځلي به يې کولې بلکې د ناوړه ښکنځلو وروسته به یې په لوړ غږ خندل هم.

د راپورونو له مخې ، دغه افریقا طوطيان د اګست په ۱۵ دې کورنۍ فامیلي پارک ته راوړل شوې ، مګر پارک د قرانطین / لاک بند له امله د عامو خلکو لپاره وتړل شو ، نو د پارک کارمندانو دوی د نورو مرغیو سره په يوه خونه کې وساتل.

کار مندان پوهیدل چې دا افریقی طوطيان د انسان خبري په خورا ګړندي توګه تقلید کوی او زده کوي يې ، نو دوی د خپل فرصت څخه ګټه واخیسته چې همدې طوطيانو ته خبري ور زده کړي.
نو د پارک کارکوونکو په خپل مينځ ټوګي ټکالي او کنځلي سره کولي په خپل منځ کې به يې خندل ، نو همدا وو چې دې طوطيانو کنځلي زده کړي او له کنځلوو وروسته به يې په لوړ غږ خندل هم زده کړل.

که څه هم د پارک کارکوونکو له طوطيانو سره سات تير وو له هغوی سره يې ټوکي کولي ښکنځلي به يې سره کولي او بيا به په ګډه په لوړ غږ نو خندل. خو کله چې د قرنطين له ماتيدو وروسته پارک ته عام خلک ورغلل طوطيانو به ناوړه ښکنځلي ورته کولي او په خلکو پسي به يې په لوړ غږ خندل. او چيغي به يې پسي وهلې.

تيره اونۍ په نسبي ډول دغه پارک ته هغه لويانو ته اجازه ورکړل شوه چې عمرونه يې تر ۱۸ کلنۍ لوړ وو کله چې عام خلک راځي ددې پارک طوطيانو د معمول خلاف ښکنځلي کوي ، بد اخلاقه او ناوړه خبري کوي.

بايد وويل شي که څه هم د طوطيانو دا ډول چلند لويانو ته په زړه پوري او د يوې تفريح په ډول وو هر څوک به ورته راتلل چې له طوطي سره ټوکي ټکالي وکړي.
خو د پارک انظاميې او کارکوونکي په دې برخه کې ډير حساس وو ځکه هغوی وايې چې دې طوطيانو ډيري ناوړه کنځلي زده کړي او بد اخلاقه شوي هم دي ځکه دوی هر چاته کنځلي کوي او له کنځلو وروسته په لوړ غږ پسي خاندي.

د پارک انتظاميه وايې چې په راتلونکي اونۍ کې دې پارک ته ماشومان هم راځي که ماشومان د طوطيانو دا ډول چلند وويني د هغوی په خوی او عادت هم بد تاثير کوي او له طوطيانو همدا ناوړه کنځلي او بد اخلاقي زده کوي. ځکه د ماشومانو له مرغانو او نورو حيواناتو سره ډيره مينه وي له هغوی سره ډير ناسته پاسته او د طوطيانو خبري ډير خوند ورکوي.

بايد وويل شي چې د کرونا د خطر له امله په لندن کې تر اوسه ماشومان ددې اجازه نه لري چې پارکونو او ګڼ ميشتو ځايونو ته ولاړ شي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.