The news is by your side.

عراق:د امريکايې پوځيانو پر اډه ۶ توغندي لګيدي دي

خبريال ويبپاڼه / په عراق کې د امريکايې ځواکونو پر اډه او اردبيل هوايې ډګر ۶ توغندي لګيدي دي.

بايد وويل شي په عراق کې ميشت د امريکايې ځواکونو پر اډه او اردبيل هواکي ډګر د توغنديو مسوليت د عراق هغې ترهګري ډلي په غاړه اخيستی چي ايران يې ملاتړ کوي.
دغي ډلي په خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي چې دا بريد دوی کړی دی.

بل پلو بيا د عراقي کردستان نیمه خودمختاره سیمه کې د تروریزم ضد ادارې لخوا ویل شوي چې
دې ادارې پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې شپږ راکټونه د نینوا ولایت د شیخ امیر له کلي څخه په اربیل هوایی ډګر توغول شوي وو.
کوم ځای کې چې ډیری امریکایی سرتیري شتون لري.

خبر پاڼه زياتوي چې څلور راکټونه د هوایی ډګر په پوړ ولګېدل او دوه یې چاودنه وکړه.

بايد وويل شي چې پر عراق کې په امريکايې ځواکونو دغه بريد په داسي حال کې د ايران ملاتړو مليشو له خوا کيږي چې د ايران او امريکا ترمنځ اړيکي سخته ترينګلي شوي دي.

تيره اونۍ د امريکا له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي وو چې د امريکا حکومت د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د په ايران حکومت نوي بنديزونه لګوي. اعلاميه زياتوي چې دغه بنديزونه به د ايران په دفاع وزارت او ځينو نورو هغو ادارو بنديزونه لکوي چې د ايران د اټومي پروګرام ملاتړ کوي.

بايد وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يوه خبري کانفرانس کې خبريالانو ته وويل چې امريکا حکومت ځکه په ايران نوي بنديزونه لګوي چې تر څو دغه هيواد له اټومي سرګولولو را وګرځوي.
مایک پومپیو وویل: “نن ورځ ، د ولسمشر په حکم ، زه به د ایران دفاع وزارت او دفاعي صنعت ادارې او د دې پر مشر باندې بندیزونه وضع کړم. په تهران کې فاسد چارواکو ، د وینزویلا غیرقانوني رژیم سره په همکارۍ ، د ملګرو ملتونو د وسلو بندیزونه سرغړونه کړې ، زموږ بندیزونه باید نړۍ ته د یوه خبرتیا په توګه واوریدل شي ، که تاسو په وسلو کې یاست یا نه. اوکه د ملګرو ملتونو بندیزونه مات کړئ ، تاسو به له بندیزونو سره مخ شئ. ”

هيره دې نه وي چې ټرمپ هم د ايران رژيم د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د ايران په وړاندي يې ګواښ وکړ چې پر ايران به يو ځل بيا د ۲۰۱۸ کال بنديزونه ولګوي.

خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا له دغي پريکړي څخه انکار وکړ او دغه پروسه يې رد کړه.
[ ] امنيت شورا چې له پنځو دايمي غړو سره، سره، ځنينو موقتي غړو هم د ايران پر ضد امريکا له خوا د ۲۰۰۸ کال بنديزونه لغوه اعلان کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.