The news is by your side.

محصلين: پروان پوهنتون کې فساد اوج ته رسيدلی

خبريال ويبپاڼه /د پروان دولتي پوهنتون سلګونه زده کونکي نه دي توانیدلي چې په پوهنتون کې د پراخ فساد له امله خپل دلسانس سند ترلاسه کړي.
ځینې ​​زده کونکي وايي چې دوی د خپلو ډیپلومونو ترلاسه کولو لپاره لږترلږه يو نيم ملیون افغانۍ ددې پوهنتون اداري ته ورکړي وې ، خو مګر روپۍ حيف ميل او غلا شوي دي خو دوی لا تر اوسه سندونه نه دي تر لاسه کړي.
بل پلو بيا د پروان پوهنتون رییس د ليسانس په برخه کې د سندونو پر سر د پیسو اخيستل او په دې اداره کې فساد مني او وايي چې هغه څوکچې په دې قضيه ې شامل دي هدلي او قصايې اروګانونه ته سپاري.

۲ کاله مخکي هم د پروان پوهنتون کې ورته پيښه رامتځته شوي وه چې هغه مهال هم له ۸۰۰ محصلينو له څخه روپۍ اخيستل شوي وې خو ولي ۴۰۰ محصلينو ته يې د ليسانس سندونه ورکړل چې هغه وخت هم تر يو مليون پوري افغاني غلا او حيف ميل شوي وي.

د پروان پوهنتون چارواکو ومنله چې د محصلينو پیسې غلا شوې او هغه څوک چې په دې قضیه کې ښکېل دي عدالت ته به يې راوکاږي.

بايد وويل شي چې د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل سره سم ، د لیسانس د سند لپاره باید په بانک کې روپۍ تحويل شي ، مګر دا مهال د پروان پوهنتون د اتو پوهنځیو څخه څلور د بانک ادرس نلري.

دا يوازي پروان پوهنتون نه دی چې د غلا او درغليو راپورنه ترې ورکول کيږي بلکي د افغانستان په ګڼو پوهنتونو کې د دا ډول پيښو خبرونه ورکول شوي.

هارون حکمزی چې په کابل پوهنتون کې د اقتصاد څانګي محصل دی وايې چې استادانو بيخي بد چبند وزسره کوي.
هارون زياتوي چې د استادانو د چلند له لاسه يې له درس څخه زړه تور شوی دی.

يو بل تن محصل عارف ځاځي بپا وايې چې استادان نه يوازي دا چې بد چلند ورسره کړي بلکي په ډيری موتريدو کې ورته تهديد هم کوي.

عارف ځاځی زياتوي چې په خپلو سترکو يې ليدلي چې يو استاد يو انجلۍ په دې تهدي کړي چې که يې خبره ونه مني په امتحان کې ولاکه رانه کاميابه شي.

د ځاڅي په خبره په پوهنتونونو کې نه يوازي دا چې مالي فساد شتون لري بلکي په ټولو پوهنتونو کې پراخ اخلاقي فساد هم شتون لري.

ډيری ځله داسي هو راغلي چې د استادانو د بد اخلاقۍ او ناوړه چلند څخه يې درس او پوهنتون پريښی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.