The news is by your side.

طالبان د پاکستان په غوښتنه سړکونه ورانوي

خبريال ويبپاڼه /طالبان چې د سړکونو او عامه شتمنيو په ویجاړولو عادت دي!
دا ځل بيا يې د کندهار – ارزګان د لویې لارې په مرکزي برخه کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اندلان سیمه کې، طالبانو یو سړک چې عامو خلکو به پرې تګ راتګ کول د ټراکټور په واسطه ویجاړ کړی دی.

طالبانو نه يوازي دا چې دا عامه شتنمي چې د ټول افغان ملت مال دی تبا او ويجاړ کړل بلکي ډيری داسي نور پلانونه هم لري چې دا ډول تحريوونکي اعمال تر سره کړي.

افغانان له طالبانو غواړي چې که څه هم دوی دعوه کوي چې د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره حکومت لري او تقريبا ټول افغانستان د دوی په لاس کې دی.
نو دوی ولي ددې پر ځای چې په ټول افغانستان کې يې يوه لويشت سرک نه دی جوړ کړی بلکي په هر ولايت او سيمه کې يې سرکونه او داسي نور بسټيز او زيربينا ځايونه چې د عام ولس په ګټه او خير وي له منځه وړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په داسي يو بزدلانه عمل لاس پوري کوي بلکي دغه ډله په دغسي ورانګارو فعاليتونو روږدي او عادت شوي ده.
دغي ډله د افغانستان مکتوبونه ، سرک ، پل ، کلينک، او هر زيربينا ځايونه دپاکستان په خوښه او امر وران کړي دي.

څه موده مخکي طالبانو د غزني پکتيتکا لويه لاره د بيلدوزر او تراکتورنو په واسطه داسي تخريب کړه چې اصلا پيژندل کيدای نشي چې يو وخت دلته هم پوخ سرک وو کنه.

دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې که طالبان غواړي په راتلونکي کې حکومت وکړي نو سرک او عامه شتمنۍ ولي خرابه وي؟

خو داسي ويلای شو چې که د طالبانو په زړه کې زره رحم او مينه هم له دې وطن او ولس سره وای داسي یو ناروا کار يې نه تر سره کول.

ځکه دا خو د دولت مال نه دی بلکي دا د ټول افغان ملت مال دی، او بله دا چې دا سرک خو کافر نه دی چې جهاد ور وکړئ او يا داسي خو نشي کيدای چې امريکا يې له ځان سره په شا کړي  امريکا ته يې يوسي  بلکې دا سرک د ټولو افغانانو دی.

څه ووايم هر څه ښکاره دي ټوله دنيا يې په سترګو ويني چې دا د پاکستان کارونه دي، طالبان د پاکستان يوسلي او د هغوي د کار افزار  دي چې هر څه وغوړي هغه پرې تر سره کوي.

دي.
طالبان هم ګرم نه دي. ځکه دوی ته چې بادار ،څه امر وکړي دوی ته چې پنجاب څه ووايې بايد حتمن يې پر ځای کړي.
که يوه لهزه هم د پنجاب له امره سرعړونه وکړي بيا به يې دی نه وي نه جهاد او نه حوري جنوتونه.

ليکوال: ضمير روزګانی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.