د ګلبدين د پلويانو لاريون او د عامو افغانانو غبرګونونه

خبريال ويبپاڼه /نن سهار د حزب اسلامي سلګونو پلویانو په کابل کې د لویې جرګې خیمې مخې ته لاریون وکړ.
دوی په دغه لاریون کې د ډاکټر نجیب الله د تلين د لمانځلو مخالفت وکړ او ويي ويل هیچاته به اجازه ورنکړل شي.
لاریون کونکو د خلکو په مخ کې عامه سړکونه هم بند کړل چې د خلکو لپاره یې ستونزې جوړې کړې.

که څه هم لازيون کوونکو لويه لار تړلي وه ګڼ له سختو ستونزو سره مخ وو. نه يوازي دا چې مخامخ کابل ميشتو د ګلبدين پلويانو ته سپکي سپور وويلي بلکي په ټولنيزو رسنيو کې افغانانو ګلبدين د پنجاب لاسپوڅی او جاسوس ووبل ځکه هغه وايې چې ګلبدين د پنحاب په امر نه غواړي چې افغانان ددخپل يو ولسمشر تلين ولمانځي.

د ټولنيز رسنيو يو فعال عصمت قانع ليکي: دا شنه شنه بیرغونه د نيابتي جکړي دشفتلې شنه رنګونه دي.
یوه ټولنه چې دوه څلویښت کاله یې په داخلي جګړو ، پردیو داخلي جګړو ، او بې ارزښته دښمنیو کې تیر کړي دي.
ایا موږ نشو کولی د سیاسي پخلاینې شعور راوباسي؟ ایا موږ نشو کولی د غاښو پواسطه غوټې خلاصې کړو؟

ښاغلی قانع وړاندي ليکي چې د پاکستان جماعت اسلامي د بینظیر بوټو سره سیاسي اتحاد جوړ کړی دی.
مګر زموږ ګلبدین د دوستي پرځای د دښمنۍ په اسونو سپور دی او د افغانستان په ناخوالې صحنې کې روان دی ، د پراکسي پتېونو څخه د ایجنټ تار غوښتنه کوي.

عصمت قانع ليکي چې له حزبيانو څخه اوس توی شوي هري خواته لاس اچوي خو هيڅ په لاس نه ورځي.
ځکه دی وايې اسلامي دريځ تري طالبانو نيولي واکمني او پښتواله هم د طالبانو په لاس کې ده. دوی يږازي په تش ميدان پاتي شول چې دا ډول کارونه ونه کړي نه څه به کوي.

بايد وويل شي چې د اساسي قانون له مخې ، هره ډله او قوم د مدني حرکت حق لري چې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.
د ګلبدین پلویان په لویه کچې اساسي قانون ته درناوی نلري.
دوی مستقیم او په لویه کچه د بیان آزادي ته سپکاوی کوي.

هيره دې نه وي چې د ټولنيزو رسنيو کارکونکو د ګلبدين حکمتيار نوم په شمشتو بدل کړی دی ګڼو افغانانو هغه ته د شمشتو لقب ورکړی دی او ويلي دی چې ګلبدين دلته هم غواړي چې د مهاجرت د وختونو د سمشتو کيمپ قوانين عملي کړي.

له تيري ورځي راهسي بې شميره وډيوګاني په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي چې عام افغانان پکي ګلبدين ته سپکي سپوري وايې او هغه د پاکستان جاسوس او يو پدي پال شخص بولي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More