The news is by your side.

د څار ډله: د مجغلو بند کې پراخ فساد شوی

خبريال ويبپاڼه /د پکتيا د مچلغو بند د پروژې د څارني مشر وايي چې دا بند په ښه کيفيت سره نه دی جوړ شوی د بند په جوړولو کې پراخ فساد شوی، دی وايې او که يې چاري په دې ډول بشپړي شي ، په ډير لنډ وخت کې به دا بند ويجاړ شي.

د مغلو بند ددڅارني ډلي نن په مرکز ګردېز کې یوې غونډې ته وویل چې دوی څو ځله د ارګ او ولسمشرۍ ریاست سره د دې بند د خراب کیفیت په اړه توضیحات وړاندې کړي ، خو مخه یې لا نه وه نیول شوې.

د مچلغو بند یوه جنجالي پروژه چې حکومت څلور ځله پیل شوي ده خو د طالبانو او ځینو ډلو لخوا ځنډول شوې وه ، یو کال دمخه د ارګ عملیاتو ادارې ته وسپارل شوه. چې دا پروژه به په دوه کالو کې بشپړه شي ، خو اوس د پروژې نظارت کونکي وايي د کانالونو په ګډون د سلاب ځايونه ، د بند جوړول ، او د کارمندانو اطاقونه د پلان او نقشي له مخي نه دي جوړ شوي بلکي ډي بې کیفیته او پراخ فساد پکی شوی دی.

د پروژې د نظارت مسؤل انجینر وویل چې قرارداد د ۴۵ ملیون ډالرو په ارزښت د ارګ عملیاتي ادارې ته ورکړل شوي وه ،خو دا چې ادارې د بست شرکت ته ۲۲ ملیونه ډالر ور کړل شوي دي ، چې ددې بند کار له همدې امله خراب شوی دی. .

د بند د څار د پروژې څارونکو دا هم وويل دوی چې طالبانو د ارګ د عملیاتي ادارې په لمسون دڅارني دغه ډله له ارزيايې څخه راګرځولي اږ دې ډلي ته يېـڅو ځله ګواښونه هم کړي وو.
دوی وايې چې له څارنې څخه منع کړی شوی او ورته د راتلو اجازه نه هم ده ورکړل شوې.

خو په ورته وخت کې ، د ارګ د عملیاتي اداري د مالۍ برخې څانګه دغه تورنه ردوي بلکي وايي چې کارونه ډير ښه پرمخ وړي او د بند د جوړولو په چارو کې هيڅ ډول فساد نه دی شوی.
دغه اداره وايې که د مغلو بند په پروژه کې فساد ثبوت شو دوی حاضر دي چې د ولس په مخ کې ځواب ووايې.

خو بل پلو بيا د پکتيا اوسيدونکي هم د مچلغو بند د ټيټ کيفيت له امله انديښمن دي او وايي که دا په سمه توګه نه دی رغول شي ، عام اړسيدونکي انديښنه لري چې بند له اوبو راډک شي ددې ويره شته چې بتد رامات او په راتلونکي کې به ټوله پکتيا له خطر سره مخ کړي.

بايد وويل چې پکتيا کې دا تر ټولو لړی بند دی چې د مجغلو په سيمو جوړ شي دې بند ته د دريو ولايتو د غرونو اوبه راځي چې که جوړ شي خورا لويه د اوبو شتمني به ولري.

دا بند به نه يوازي دا چې د ځمکو په خړوبلو کې خورا ګټور تمام شي بلکي د برق په جوړولو کې به هم اغيزمن تمام شي.

هيره دي نه وي چې پاکستان د طالبان په مرسته څو ځله ددې بند د جوړلو چار له خنډ سره مخ کړي څلږر ځله ددې بند جوړولو چاري پيل شوي. اخير ارګ محبور شو چې ددې پروژي چاري په خپله غاړه واخلي.

بايد يادونه وشي چې ددې بند اوبه اوس د سردې بند ته ځي چې هغه ډير لري او د لاري په اږدو کې تر هغه ځايه اوبه نيمايې هم نه رسيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.