The news is by your side.

ويلسن: امريکا چمتو ده چې د سولي په خبرو کې منځکړتوب وکړي

خبريال ويبپاڼه /په کابل کې د امريکا سرپرست سفير وايې چې د امريکا محتده ايالاتو حکومت چمتو دی چې د قطر په دوحه کې د سولي د خبرو په ترڅ منځکړتوب وکړي.

راس ويلسن ټينګار وګړ که چيرته افغان حکومت او طالبان له دوی څخه د مرستي غوښتنه وکړي دوی کولای شي د سولي په برخه کې د د واړو لوريو تر منځ منځکړتوب وکړي.

ويلسن زياته کړه چې دا زموږ او نورو امريکانو نظر دی چې په افغانستان کې سوله راشي او افغانان د يوه باثباته افغانستان څښتان شي.
دا په افغانانو پږري اړه لري چې د خپل هيواد د ابادۍ لپاره څه ډول لار اختياروي.

بايد ووپل شي چې د امريکا سفير راس ويلسن دغه څرګندونې په داسي حال کوي چې د روغي جوړي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له عرب نيوز خبري چينل سره په مرکه کې وويل چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ورسره ژمنه کړې چې طالبانو کې خپل نفوذ نه به د اوربند رامنځته کیدو لپاره کار واخلي.
عبدالله پرون ماښام پاکستان ته له درې ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو.
د اروپايي ټولنې پارلمان هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دایمي او فوري اوربند غوښتنه کړې ده.

بايد وويل شي چې د افغان حکومت او طالب پلاوي تر منځ له شلو وروځو راهسي د سولي خبري رواني دي چې هيڅ پرمختګ يې نه دی کړی. حتی دواوړو غاړو يو پر بل نيوکې هم کړي دي.

داسي اوازي هم په رسنيو کې خپري شوي چې د سولي خبري له خنډ سره مخ شوي هيڅ پر مختګ يې نه دی. تازه د طالبانو يوه چارواکي رسنيو ته ويلي چې حکومتي پلاوی په دې برخه کې پړ او ناغيړي کوي.
ملاخير الله خير خوا ويلي چې حکومتي پلاوی د مجلس خبري د باندي رسنيو ته باسي په لوی لاس د سولي خبري له خنډ سره مخ کوي.

خو بل خوا بيا شنونکي او افغان حکومتي پلاوی په طالبانو نيوکي او وايې چې طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ ځکه دوی وايې چې طالبانو د بنديانو له خوشي کيدا وروسته ورسره منلي وه چې که افغان حکومت د دوی بنديان خوشي کړي دوی به د اوربند او د جکړي په کمښت غور کوي چې تر دريو ورځو به په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی را کم شي.

هيره دې نه وي چې د سولي د خبرو له پيل را وروسته په افغانستان کې جګړي سخت زور نيولي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.