The news is by your side.

کتوازی: سر له شنبې په غزني کې ژور بدلونونه راځي

خبريال ويبپاڼه /په ولسي جرګي کې د پکتيکا د خلکو استازی نادر خان کټوازی وايې چې سر له شنبې به په غزني کې ژور بدلونونه راشي.
ښاغلي کټوازي په خپله قسبوک پاڼه ليکلي ((همدا اوس له ولسمشرۍ ماڼۍ راووتم، د شهید غورځنګ په اړه مې د خلکو شکایتونه او غوصه په کلک ‌‌‌‌‌‌ډول یاده کړه.
ولسمشر ټينګه وعده وکړه، چې د شنبې په ورځ به په غزنې کې ژوربدلون راولم.
وعده ېې وکړه چې موضوع به په جدې ‌‌‌‌‌‌ډول تعقیب او هم به شهید غورځنګ ته فوق العاده ترفیع ورکړم))

بايد وويل شي چې پاکستاني مليشو د غزني په دریمه امنیتي حوزه کې نذیر غورځنګ په ډير ناځوانه ډول د شا له خوا په ډزو وويشتل او شهيدا کړای شو.
نذيز غورځنګ په داسي حال کې شهيد شو ، چې تير ماښام د غزني ښار څلورمې حوزې ته څيرمه د پولیسو په شتون کې هغه شهيد او بل ملګری يې ټپي شو.

نذیر غورځنګ ، چې په غزنی کې د دریمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوی و ، خو د کار کولو اجازه يې نه درلوده او د ډیر وخت لپاره په کور کې ناست وو.
د نذیر غورځنګ تر دې دمخه ویلي و چې د غزنی د دریمې حوزې امر ټاکل شوی و او د کورنیو چارو وزارت څخه یې رسمي مکتوب هم درلود ، خو د امنیه قومندان د کار کولو اجازه نه ورکوله.

بايد وويل شي چې نذيز غورځنګ څو ځله د کورنيو چارو وزير او ګڼو او چارواکو ته ويلي چې په کوم دليل يې دی له دندي ګوښه کړی دی.

د نذيز غورځنګ هغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې سخت غبرګونو را پارول چې نذيز غورځنګ په ډير مايوسانه ډول په غيرو کې په وزير او امنيه قوماندان غږ کوي چې ولي يې او په کوم دليل يې له دندي ګوښه کړی.
غورځنګ زياتوي چې دد ګناه دا ده چې له هيواد او وطن څخه يې دفاع کړي په دغه لار کې يې پلار ورړنه او د کورنۍ غړي شهيدان شوي.
غورځنګ په چارواکو غږ کوي چې زما ژوند په خطر کې دی هره ورځ طالبان ګواښونه راته کوي حتی څو ځله يې بريدونه را باندي وکړل.
نذير غوزځنګ وايې ولي مي په لوی طالبان ته سپارئ. ولي اخير ګناه مي څه وه.

هيره دې نه وي چې د نادر خان ګټوازي دې خبر ټول افغانان خوشاله کړي او ورته ليکلي دي چې داسي وکيلان دې خدای ډير چې د ټول ولس يو شان غم ورسره دی.

د يادولو وړ ده چې د غرني ولايت ۱۱ وکيلان دي چې ټولو هزارګان او غيري پښتانه دي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.