The news is by your side.

کورنیو چارو وزارت د سیمه اییزو پولیسو جوړښت له منځه وړي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې د سیمه اییزو پولیسو جوړښت له منځه یوسي.

کورنیو چارو وزارت دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې سیمه اییز پولیس له دې امله د خلکو له نیوکو سره مخ دي چې د خلکو لپاره ګټور نه دي ثابت شوي او خپل مسؤولیتونه یې څنګه چې لازمه وه نه دي پر ځای کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، ٢٤ زره سیمه اییز پولیس نه به یې څه د ملي اردو او څه د ملي پولیسو په لیکو کې جذب شي او ځینې نور به په کورونو کېنول شي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، په راتلونکو څو کلونو کې به پولیس له جګړې نه خپلې اصلي دندې او مسؤولیت ته چې په ټولنه کې د قانون ټینګښت دی را وګرځول شي او د که د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي په امنیتي ادارو او د پوځ په لیکو کې طالب وسله والو ته هم ځای ورکول کیږي.

دا مهال د افغاد ملي پولیسو شمېر ٢٥٠ زره دی او زیاته برخه یې په جګړه کې بوخته ده.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال د سیمه اییزو پولیسو د جوړښت له منځه وړلو خبره کوي، چې سیمه اییز پولیس په دې وروستیو کې د عامو خلکو د ازار او اذیت سبب شوي دي، ګټور نه دي ثابت شوي او خپلې دندې یې د قانون پر اساس مخ ته نه دي وړي.

د هېواد په پلازمېنه کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې خلک د سیمه اییزو پولیسو نه ځکه تنګ شوي او نیوکې پرې کوي چې غلاوې ډېرې شوي او په رڼا ورځ په ډک ښار کې له ښاریانو مبایلونه تښتول کیږي.

په وروستیو میاشتو کې په کابل ښار کې د مبایلونو او نورو قیمتي توکو غلاوې بیخي ډېرې شوي دي او د موټر په منځ کې له ناستو خلکو مبایلونه تښتول کیږي او یو شمېر یې د مبایلونو له کبله وژل شوي هم دي.

خلک شکایت کوي چې د غلاوو په مخنیوي او د غلو په نیولو کې سیمه اییزو پولیسو هېڅ همکاري نه ده کړې او زیات شمېر یې له غلو سره په غلاوو کې لاس هم لري.

کابل ښاریان وایي، اوس ډار لري کله چې موټر ته پورته کیږي، موټر کې ناست خلک هم ورته غله ښکاري او موټر کې ناست خلک ګومان کوي چې کوم غل موټر ته را وخوت او اوس به مبایل تښتوي، دې چارې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د ښاریانو وېره زیاته کړې او یو شمېر د مبایلونو له کبله وژل شوي هم دي، چې له دې کبله د مبایل لپاره خپل ژوند په خطر کې بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.