The news is by your side.

ګلبدين:۲۶ کاله مخکي مې افغانان د ازرياجان جکړې ته ليږلی ول

خبريال ويبپاڼه /د ازربايجان او ارمنستان له جکړي وروسته تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدين حتميار ويلي چې ۲۶ کاله وړاندي يې د ازبايجان په ملاتړ دې هيواد زرګونو افغانان د جکړې لپاره استولي ول.
ښاغلي حکمتیار په کابل کې په یوه جومات کې په وینا کې وویل چې هغه په ​۱۹۹۴ کال کې د اذربایجان ته له هفه وروسته افغانان وليول چې د ازربايجان چارواکو ور څخه مرسته و غوښتله د حکتميار په خبره همهغ وو چې په ایران کې یو شمیر افغان کډوال د اذربایجان پر لور وخوځېدل او د ارمنستان پر وړاندې یې جګړه وکړه.

هغه زیاته کړه: “یو شمیر مجاهدین چې کله هلته ولاړل د خدای څخه شکر ادا کوم چې ، دوی ډیر بریالي وو. په لومړیو ورځو کې ، دوی ډیر پرمختګ وکړ او د ناګورنو – کراباغ ډیری برخه یې له ارمنیانانو څخه ونیولې. دا پرمختګ تر هغو دوام وکړ چې د اذربایجان چارواکو په خپله له ده څخه وغوښتل او ویلي یې چې جنګ نور بس د ازيايجان چارواکو اوس موږ له دوی سره دسولي خبري اتري کوو ، بیا

ګلبدين حتميار زياته کړه چې له هغه ورسته دواړه لوريو په خپل منځ خبرې وکړي او اوربند ومنل شو.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان خلک په بيلا بيلو نومونو په نړيوالو جنګونو کې برخه اخلي او د نورو د کټو لپاره قرباني کيږي بلکي ډيری داسي پيښې شوي چې افغانان په ناخبره ډول د جهاد پخ نامه په نړيوالو جنګونو کې جنګپدلي دي.

بايد يادونه وشي چې د داغش په ډله هم ډيری افغانانو په دې باور چې داعش په اسلامي نړۍ کې يو نوی اسلامي خلافت را ولي ملګري او اوږه پر اوږه ورسره وحنګيدل.

اوس پوښتنه دا ده چې دغسي نړيوالو جنګونو ته د افغانانو استول د يوې ټپلي کار دی کنه بايد د افغانستان پارلمان او ملت پريکړه وکړي؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.