The news is by your side.

کابل کې د سون توکو قيمتونه څو چنده لوړي شوي

خبريال ويبپاڼه /لکه څنکه چې کابل کې ژمی په را رسيدو ده په کابل کې د يخ او سړې هوا په رارسيدو ، د کابل په بازارونو کې د لرګیو او سکرو بیې څو چنده لوړي شوي دي. د لرګیو پلورونکي وايي چې ځکه په کابل کې سون توکي ګرانه شوي چې په ټولو لويو لارو د طالبانو او حکومت لخوا په مختلف ډول روپۍ او مالیه اخيستل کيږي ،
دغه پلورنکي وايې چې په تیره یوه میاشت کې د تیلو او نورو سون توکو په قیمتونو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د لرګيو ډیره برخه له پکتیا څخه او د ډبرو سکاره د سمنګان له دره صوف څخه کابل ته را وړل کيږي.

اوس د هر خروار لرګي بيه نهه افغانۍ ده ، چې د کابل په بازارونو کې پلورل کیږي؛ د یوې میاشتې دمخه په پرتله زره افغانۍ لوړه ده.
د لرګیو پلورونکی له پکتيا ، پکتیکا ، خوست او غزنی څخه لرګي اخلي او پلوري.

د لرګيو او سون توکو قيمتونه لوړ والی له دې امله چې له یوې خوا ، د خلکو غوښتنې د سون توکو پع برخه کې زیاتوالی موندلی دی او بله دا چې د سون توکو په قيمتونو يې ډير اغيز کړی دی د حکومت او طالبانو لخوا په لاره کې لوړې مالي اخيستل او حال دا چې د مالیې وزارت هم په بازارونو کې خپله ماليه اخلي.

بايد وويل شي چې د سون توکو د قميتونو لوړيدا په غريبو کابل ميشتو وګړو سخت تاثير کړی هغوی يې ډير انديښمن کړي ځکه دوی وايې چې له يوې د کار او روزګار نشوالی له بله پلوه سړه هوا او سونکو توک لوړ قيمتونه سخت انديښمن کړي دي.

حامد ګل وايې چې له څو مياشتو راهسي يوازي يو دی کار کوي دی وايې چې له سخت خراب اقتصادي حالت سره مخ دی. دی نشي کولای په دومره ګرانه بيعه سون توکي واخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance