The news is by your side.

خليلزاد: دواړه لوري بايد د عام ولس په خاطر اوربند وکړي

خبريال ويبپاڼه /په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي یوځل بیا د افغانستان له سیاسي مشرانو او طالبانو څخه وغوښتل چې په هیواد کې د سولې لپاره کار وکړي.
خليل زاد اې اين پي آر ته وويل خبري شبکې ته وويل چې دا حقيقت بايد دواړه لوري او عام افغانان له لاسه ورنه کړي چې افغانان په ۴۲ کلنې جکړي وروسته د لومړي ځل لپاره د يو ميز ترشا د سولي خبرو ته ناست دي.

د خليلزاد په خبره د ټولو افغانانو اوس طالبانو او افغان حکومت ته سترګي دي چې اوس دوی څنګه دا ۴۲ کلنه جکړه پای ته رسوي.

د امريکا لخوا د افغانستان د سولي لپاره ځانګړی استازی وايې چې که طالبان دې ته ليواله دي چې بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ووځي او يا طالبان د افغانستان د دولت راتولونکي برخه شي بايد سولي ته غاړه کيږي او له حکومتي پلاوي سره يوې يوې هوکړې ته ورسيږي.

زلمي خليلزاد دا څرګندونې په داسي حال کې کوي چې له تير ۲۲ ورځو راهسي طالب او حکومتي پلاوی د سولي په خبرو بوخت دي خو کومي پايلي ته نه دي رسيدلي دي.

حتی تر دې چې د داوړه لوري یو پر بل د خبرو د ګډوډولو تورنونه لګوي.
که څه هم د سولي د خپل منځي خبرو نن لومړی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.

داسي برېښېده چې ګواکې د دواړه لوري د طالبانو مرکچي پلاوی او افغان حکومت مرکچي پلاوي پوره تربیه شوي او هر یو له يوه منظم پلان او ستراتيژۍ سره د سولي خپل منڅي خبرو لپاره د قطر دوحي ته راغلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.