The news is by your side.

غني د پکتیکا ولایتي شورا او خبریالانو ته اجاه نده ورکړې

خبريال ويبپاڼه /د پکتیکا خبریالان او ددې ولايت د ولايتي شورا غړي د ولسمشر غني جوړي شوي غونډي ته نه دي پريښودل شوي.
ولسمشر محمد اشرف غنی نن ​​سهار د پکتیکا ولایت ته د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ سفر وکړ.
په پکتیکا کې خبریالان وايي چې دوی نن د ولسمشر غني غونډې ته روان و خو د نامعلومو دلایلو له امله د ولسمشر د ساتونکو لخوا په یوه پوسته کې دوی کينول شوي او دې غونډي ته د ورتګ احازه نه ورکړل کيږي.

هيره دي نه وي چې نه يوازي دا چې خبريالان دې غونډي ته خبريالان نه دي پريښودل شوي بلکي ددې ولايت دولايتي شورا ځينو غړو ته هم احازه نه ده ورکړل شوي چې د ولسمشر غني په دغه غونډه کې کډون وکړي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسر خان سلیمانخېل خپله خوله ځکه د اعتراض په ډول بنده کړه چې د ولسمشرۍ په ناسته کې یې د ګډون اجازه نه درلوده.

بايد وويل شي چې تيره ورځ هم افغاني خبرلانو اعتراض کړی وو افغاني خبریالان وايي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس خپریدو وروسته دولتي ادارې رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو کې ناغيړي کوې.
دغه ژورنالیستانو د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې راټول شول ترڅو د کرونا وبا د خپرېدو وروسته د رسنیو حالت و ارزوي.

خبريالانو په چارواکو نيوکه کوي چې دولتي چارواکي د کرونا ويروس له خپريدا ورسته دقيق معلومات نه ورکوي او معلومات ورکوي هم يوازي د هغه معلومات ورکوي چې د دوی ګټه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.