The news is by your side.

افغانستان کې د ښځو کمه کچه په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوې

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې په مېرمنو د کووېډ١٩ ناروغۍ اغېزې!

افغانستان کې د نارینوو په پرتله د ښځو کمه کچه په کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوې ده.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې افغانستان کې په کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د اخته شویو مېرمنو شمېره په منځنۍ کچه د نارینوو څخه کمه ده، لامل یې د نا برابرۍ جنسیتونو پایله ښودل شوې ده.

نیویارک ټایمز په راپور کې وړاندې کاږي چې روغتونونو ته د مېرمنو د نه لاس رسي له کبله او همدا راز د کورنیو او مېړونو له لوري د نه اجازې له کبله روغتیایي خدماتو ته نه لاس رسی، افغانستان کې مېرمنې د نارینوو په پرتله په کمه کچه په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوې ده.

راپور کې همدا رنګه د کابل او هرات ولایتونو یادوونه شوې، چې په کې په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته مېرمنو د کورنیو او مېړونو د نه اجازت او مخالفت له کبله د کووېډ١٩ ناروغۍ ځانګړو روغتونونو ته یې مراجعه نه ده شوې او په کورونو کې پاتې شوي دي.

په کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ یو شمېر اخته مېرمنې د کورنیو له لوري روغتونونو ته نه دي پرېښودل شوي او روغتیایي لارښوونې یې پرې تطبیق کړي دي.

دا چې د افغانستان ډېری مېرمنې له زده کړو او کار بې برخې دي او په کورونو کې دي، د کووېډ١٩ ناروغۍ د خپرېدو او اخته کېدو پر مهال ډېری مېرمنې په کورونو کې له کرونا ویروس په امان کې وې، خو یو شمېر یې چې پر کرونا اخته شوي، هغوی د خپلو کورنیو د نارینه غړو نه پر دې ویروس اخته شوي، افغانستان کې دا راز د کرونا نه د ښځینوو د مړینې کچه هم کمه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.