The news is by your side.

په افغان انځورګړ حمدالله ارباب چاودنه شوي

خبريال ويبپاڼه /نن يک شنبه سهار د اتو بجو په شاه خوا کې د افغانستان په وتلي او تکړه انځورکړ حمداالله ارباب چاودونه وشوه.

ياده چاودنه چې د ښاغلي حمدالله ارباب په لنډکروز موټر شوي حمدالله اباب له چادونې روغ رمټ وتلی خو ولي ډرآيور يي سخت ټپي شوی.

ښاغلپ ارباب په خپله فسبوک پاڼه ليکلي چې زه رک روغ يم خو ولي د موټر چلوونکی مې سخت ټپي شوی دی چې اوس مهال يې روغتون ته انتقال کړی دی.
ښاغلي ارباب ليکلي چې خدای دي په ټول افغانستان رحم وکړي موږ ټول افغانان سوله غواړو. د هغه په خبره جنګ دې ورک شي رنګ دي يې ورک شي.

بايد وويل شي چې حمدالله ارباب د افغانستان يو له هغو هنرمندانو څخه دی چې د جکړي د ختميدو او سولي لپاره په انځوريزه ژبه مبارزه کوي.
ارباب نه يوازي دا چې د کرښي دغې غاړي پښتنو لپاره کار کوي بلکي ښاغلی ارباب د کرښي هغې غاړي پښتنو لپاره هم کار کوي.
پر پښتنو د پنجاب رياست ظلمونه يې د انځورنو په بڼه کښلي دي.

هيره دي نه وي چې ښاغلي ارباب په دې ورستيو کې د رونټيا او څار بنسټ کې هم دنده اجرا کوي ددې تر څنګ ښاغلي ارباب د افغانستان په سطحه ((مطبوعاتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی)) يو کمپاين پيل کړی دی.

د ياد ولو وړ ده چې په کابل ښار کې په دې ورستو کې چاږدني بيخي ډيري شوي دي. داسي ورځبه نه وي چې په کابل ښار کې ترور،و هدفي وژني ، چادونه رامنځته نشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.