The news is by your side.

عبدالله عبدالله له پاکستان وروسته هند ته سفر کوي

 

خبريال ويبپاڼه /د هندوستان هنديۍ ټو ډې ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به په دوه ورځو کې هند ته سفر وکړي.

تمه کیږي چې ښاغلی عبدالله به د دې لیدنې په جریان کې د هند له لوړ رتبه چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې په پروسه به بحث وکړي.

بايد وويل شي چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په داسي وخت کې هند ته سفر کوي. چې تر دې دری ورځي مخکي هندوستان له سر سخت مخالف هيواد پاکستان څخه راستون شو.

پاکستان ته د سفر په لړ کې ، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د له ولسمشر ډاکټر عارف علوي ، لومړی وزير عمران خان ،د ولسي جرګي له مشر اسد قیصر ، ، د پاکستان د مشرانو جرګې سره وکتل.

ښاغلی عبدالله ددې ليدو په جريان کې ، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه هم ليده کاته وکړل.

پاکستان ته د سفر پر مهال د ملي پخلاینې عالي رتبه غړو ، دولتي چارواکو ، د ملي امنيت شورا غړو او یو شمیر سیاسي شخصیتونو ملتيا کوله.

که څه هم عبدالله عبدالله پاکستان ته خپل سفر تر ډير بريالی بللی وو. ده په خپلو خبرو وويل چې د پاکستان د پوځ مشر او لومړي وزير عمران خان سره يې د سولي په اړه ډيري کامیابه خبري وکړي. او هغه يې قانع کړل چې د افغان سولي په برخه کې مرسته وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.