The news is by your side.

په کندهار ولایت کې هم پر ماشومانو چاودنه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار ولایت کپه ژېړۍ ولسوالۍ نادي کلي سیمه کې پر ماشومانو چاودنه شوې ده.

ویل کیږي چاودنه کې دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي، او روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی ښودل شوی.

دا په داسې مهال ده، چې پرون د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ مقام ته څېرمه موټر بم برید وشو او په کې د زیاتو قربانیانو تر منځ واړه ماشومان هم شهیدان او ټپیان شول.

د غني خېلو ولسوالۍ په چاودنه کې شهیدان او ټپیان شوي زیات ماشومان د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو وو، چې کتابونه او قران کریم پاڼې یې هم په چاودنه کې سوځېدلي او پر وینو ککړ شوي.

ددې پيښه تر ټولو زړه بوږنوونکی حالت هغه ماشومانو رامنځته کړ چې له ښوونځي خپل کور ته روان وو.

په دغه پېښه کې تر ډېره هغه تنکي ماشومان شهيدان او ژوبل شوي چې ښوونځي ته تللي وو.

په چاودنخ کې د يو شهيد شوي ماشوم ماته ګوډه ليکنه کې هغې جملې ټول افغانان ولړزول چې د پېښې په صحنه کې په وينو لړلې کتابچه يې وموندل شوه.

د کتابچې په يوه وينو لړلي پاڼه په په ماشومانه انداز له ډيرې بې وسۍ وروسته ليکل شوي وو(( عجيبه خلک دي سړی ورته حيران پاتي شي))

ماشومان هم د افغانستان د لسیزو جګړو ستر قربانیان دي، په روانه جګړه کې، ماشومان شهیدان کیږي، معلولیږي، یتیمان کیږي او بې سرپرسته کیږي، پر خواله رسنیو فعالان وایي د غني خېلو چاودنه کې د قرباني شویو ماشومانو عکسونه دې طالبانو ته د مذاکراتو پر مېز کېښودل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.