ننګرهار نه ١٥٠ روږدي کسان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول
خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت څخه پر نشه یي توکو ١٥٠ روږدي کسان راټول شول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.
روږدي کسان د ننګرهار د والي ضیالحق امرخېل په لارښوونه تېره شپه او نن سهار د جلال اباد ښار له بېلا بېلو واټونو څخه را ټول شول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، روږدي کسان د والي په لارښوونه او د امنیه قومندانۍ او عامې روغتیا ریاتس په ګډې همکارۍ د جلال اباد له بېلا بېلو واټونو را ټول شول.
خوګیاڼی وایي، روږدي کسان به کابل کې ٤٥ ورځې د درملنې په موخه پاتې شي.
نوموړی وایي، ننګرهار کې هم د روږدو کسانو د درملنې لپاره ١٥٠ بستریز روغتون شته چې د ٣٠٠ ناروغانو د جذب ظرفیت لري، خو دا چې ننګرهار کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر دی، نو په همدې موخه ١٥٠ روږدي کسان کابل ته ولېږدول شول.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، هڅه کوي د نشه یي توکو پلورونکي او کارباریان پیدا او جدي چلند ورسره وکړي او د نشه یي توکو نه ګرځېدو په صورت کې به روږدو کسانو ته کاري رمینې هم برابرې کړي.
په ننګرهار ولایت کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر له حسابه وتلی، او ان د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ مخ ته، تر څنګ یې په بېلا بېلو واټونو، سړکونو او پلونو لاندې نشه یي توکي استعمالوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.